په کندهار کې یوه حامله ښځه څاه ته له لوېدو وروسته مړه شوې
په کندهار کې یوه حامله ښځه څاه ته له لوېدو وروسته مړه شوې

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې سرچینې وایی، یوه امیندواره مېرمن تېره شپه په یوه څاه کې لوېدلې وه. د کندهار سیمه ییز چارواکی وایی، د دغې ۲۵ کلنې ښځې د ژغورنې عملیات له تېرې شپې راهیسې روان و خو په ژوندی راویستلو یې بریالی نه شول. نوموړی وایی، دغې ښځې د ۶ میاشتو حمل […]

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې سرچینې وایی، یوه امیندواره مېرمن تېره شپه په یوه څاه کې لوېدلې وه.

د کندهار سیمه ییز چارواکی وایی، د دغې ۲۵ کلنې ښځې د ژغورنې عملیات له تېرې شپې راهیسې روان و خو په ژوندی راویستلو یې بریالی نه شول.

نوموړی وایی، دغې ښځې د ۶ میاشتو حمل درلود او دوه نور ماشومان یې وو، او له دې وړاندې یې هم “څو ځله د ځان وژنې” هڅه کړې.

سرچینه زیاتوی، چې د خپلې لور د مړینې د خبر له اورېدو وروسته د دغې مېرمنې پلار هم د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

په همدې حال کې سیمه ییزو طالبانو ویلی دی چې د دغې ښځې د ژغورنې لپاره یې هلې ځلې کری. خو هغه مړ شو او د ژغورنې هڅې بې پایلې پای ته ورسېدې.

په افغانستان کې کله ناکله کورنی تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په جنوبی سیمو کې ښځې قربانی کیږی.

خبرگزاری زنان افغانستان