په کندهار کې یوه پلار خپل درې زامن په چاقو وژلی دی
په کندهار کې یوه پلار خپل درې زامن په چاقو وژلی دی

په کندهار کې سرچینې وایی، چې د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه سړی خپل درې زامن په چاقو وژلی او مړی یې ښخ کړی دی. یوه سرچینه وایی، دغه کس نقیب الله نومېږی او د شنبې په شپه (د میزان لسمه) یې خپل درې زامن وژلی دی. د سرچینې په وینا، دغه سړى […]

په کندهار کې سرچینې وایی، چې د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یوه سړی خپل درې زامن په چاقو وژلی او مړی یې ښخ کړی دی.

یوه سرچینه وایی، دغه کس نقیب الله نومېږی او د شنبې په شپه (د میزان لسمه) یې خپل درې زامن وژلی دی.

د سرچینې په وینا، دغه سړى د طالبانو له خوا نیول شوى دى.

نقیب الله طالبانو ته وویل، چې د بې وزلۍ او اقتصادی ستونزو له امله یې خپل درې ماشومان وژلی دی. د دغه سړی لومړی ماشوم دیارلس کاله، دویم ماشوم نهه کلن او دریم ماشوم شپږ کلن و. د دغو ماشومانو جسدونه له ځمکې را ایستل شوی او نن (سه شنبه د میزان ۱۲مه) به خاورو ته وسپارل شی.

سرچینې د سیمه ییزو طالب چارواکو له خولې ویلی: “د دغو ماشومانو پلار نقیب الله دى او موږ یې نیولى او ترې وپوښتل چې ولې یې زامن وژلی، هغه راته وویل چې اقتصادی ستونزې لری او خلکو ورته وویل چې زامن یې خیرات ټولوی.” د خلکو خبرو هغه اړ کړ او ماشومان یې ووژل.

په همدې حال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بې وزلی او لوږه خپره شوه چې د بهرنیو مرستو او مالی بندیزونو د پرې کېدو لامل شو.

ځینې ​​کورنۍ د بې وزلۍ له امله اړ دی چې خپل ماشومان وپلوری.

خبرگزاری زنان افغانستان