خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې باخبره سرچینې وایی چې طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو د زده کړو د برخې یو فعال له کابل ښار څخه نیولی دی. سرچینې وایی چې دغه کس مطیع الله ویسا نومیږی او طالبانو د دوشنبې په ورځ د “حمل په ۷ مه” د کابل […]
خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې باخبره سرچینې وایی چې طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو د زده کړو د برخې یو فعال له کابل ښار څخه نیولی دی.
سرچینې وایی چې دغه کس مطیع الله ویسا نومیږی او طالبانو د دوشنبې په ورځ د “حمل په ۷ مه” د کابل ښار د پنځمې ناحیې له خوشحال خان سیمې څخه نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.
سرچینه زیاتوی، چې ویسا د “قلم لاره” بنسټ مسوول دى او له څو کلونو راهیسې په کندهار ولایت کې د هلکانو او نجونو د زده کړو په برخه کې کار کوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښایی مطیع الله ویسا د طالبانو د حقانی شبکې له خوا له کابل ښار څخه نیول شوى وی.
تر اوسه د نوموړی د نیول کېدو انګېزه نه ده معلومه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو برخو په تېره بیا یو شمېر مدنی فعالان، د بشری حقونو فعالان او ځوانان یې په بېلابېلو تورونو نیولی او بندیان کړی دی.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#