کندهار: په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی
کندهار: په میوند ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی

په کندهار کې سرچینې وایی، چې د هلمند له سنګین ولسوالۍ سره د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په پوله کې د یوه ځوان مړى موندل شوى دى. د دغه سړی هویت او د مړینې لامل نه دی څرګند. د طالبانو امنیتی چارواکو ویلی چې په دې اړه پلټنې روانې دی. یوې سرچینې وویل، چې […]

په کندهار کې سرچینې وایی، چې د هلمند له سنګین ولسوالۍ سره د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په پوله کې د یوه ځوان مړى موندل شوى دى.

د دغه سړی هویت او د مړینې لامل نه دی څرګند. د طالبانو امنیتی چارواکو ویلی چې په دې اړه پلټنې روانې دی.

یوې سرچینې وویل، چې د دغه ځوان مړى نن “یکشنبه، د حمل ۶مه” د هلمند د میوند، کندهار او سنګین ولسوالیو له سرحدی سیمې “ملمان” کلی څخه موندل شوى دى.

د سرچینې په وینا، داسې ښکاری چې دغه ځوان ۳۵ کاله عمر لری او له وژل کېدو یې څو ورځې تېرې شوې دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د جسدونو د موندلو او د مرموزو وژنو پراخې پېښې ثبتېږی.

ښاریان طالبان تورنوی چې د جرمونو په مخنیوی کې پاتې راغلی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#