د ا،ا،امارت د مشرتابه د هدایت سره سم نن د دوشنبې په ورځ د کندهار استیناف څارنوالی په خپلو کارونو پیل کوی، چی په همدې موخه د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس مولوی غوث‌الدین ثاقب او ددې څارنوالۍ اړوند علماوو او مفتیانو د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کی د مرستیال والی مولوی حیات‌الله […]

د ا،ا،امارت د مشرتابه د هدایت سره سم نن د دوشنبې په ورځ د کندهار استیناف څارنوالی په خپلو کارونو پیل کوی، چی په همدې موخه د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس مولوی غوث‌الدین ثاقب او ددې څارنوالۍ اړوند علماوو او مفتیانو د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کی د مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک سره وکتل، چی پرمهال یې مرستیال والی د استیناف څارنوالۍ رئیس او د استیناف څارنوالۍ اړوند راغلیو علماوو او مفتیانو ته په بېلابیلو برخو کی اړینی لارښوونی وکړې.

د لیدنی په پیل کښی لومړی د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس مولوی غوث‌الدین ثاقب د استیناف څارنوالۍ اړوند راغلی ټول علماء او مفتیان لومړی مرستیال والی ته وروپېژندل او وروسته یې وویل، د مشرتابه د هدایت سره سم نن د دوشنبې په ورځ د خپل کاری ټیم په مټ په کارونو دوام کوی او په خپلو خبرو کی یې ټولو هیوادوالو ته ډاډ وړاندی کړ، چی دوی پوری اړوند ټولو قضیو څېړلو کی به شپه او ورځ د ولس خدمت وکړی.

همدا راز د استیناف څارنوالۍ اړوند راغلیو علماوو او مفتیانو لومړی له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه، چی ورباندی باور یې وکړ او په دې مهمه اداره کی یې ورته مسئولیت وسپاره او د خپلو خبرو په دوام یې ډاډ وړاندی کړ، چی د الله ج په مرسته، د قران کریم او حدیث په رڼا او د مذهب په چوکاټ کی به ټولی چاری مخته یوسی او شپه او ورځ به د ولس په خدمت کی تېره کړی.

د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته د کندهار مرستیال والی مولوی حیات‌الله مبارک لومړی د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس او د استیناف څارنوالۍ اړوند علماوو او مفتیانو ته ښه راغلاست ووایه او خپلو خبرو کی یې خوښی وښودله، چی د ا،ا،امارت تر سیوری لاندی له علماوو او مفتیانو سره ناسته کوی او د استیناف څارنوالۍ راغلی مشرتابه او ټولو علماوو او مفتیانو ته یې د خدای ج له دربار څخه د ښه خدمت کولو غوښتنه وکړه.

همدا راز مرستیال والی د استیناف څارنوالۍ راغلیو ټولو علماوو او مفتیانو ته په لاندنیو برخو کی سپارښتنی وکړې:

۱ـ د استیناف څارنوالۍ اړوند، چی په هره برخه کی مسئولیت درسپارل سوی، په هر حالت کی یې په سم ډول ترسره کړئ.

۲ـ ټولنه او ولس سخت ځورول سوی، نو په کارونو کی یې هیڅ ځنډ مه راولئ، ټول کارونه یې ډېر ژر ورخلاصوئ.

۳ـ هڅه وکړئ، خلګ درسره هوسا کړئ، د دوی د هوسایی لپاره شپه او ورځ کار وکړئ.

۴ـ خپلی پریکړی د پوره دقت او پوره څېړنی وروسته وکړئ.

۵ـ استیناف څارنوالی یوه ډېره مهمه اداره ده، عدالت او انصاف له همدې ځایه پیلیږی، نو په بشپړه توګه د شرعی اُصولو په رڼا کی عدالت پلی کړئ.