کندهار کې د روانی ناروغانو بد وضعیت؛ ۱۶ کلنه روبینه هم په قفس کې ساتل کېږی
کندهار کې د روانی ناروغانو بد وضعیت؛ ۱۶ کلنه روبینه هم په قفس کې ساتل کېږی

کندهار ولایت کې یوې بلې کورنۍ هم خپله ۱۶ کلنه لور د عصبی ناروغۍ له امله په قفس کې بنده کړې په داسې حال کې چې معیوبه هم ده. شپاړس کلنه روبینه نه یواځې دا چې په عصبی ناروغۍ اخته ده، بلکې خبرې هم نشی کولای او یو لاس او پښه یې فلج دی. د […]

کندهار ولایت کې یوې بلې کورنۍ هم خپله ۱۶ کلنه لور د عصبی ناروغۍ له امله په قفس کې بنده کړې په داسې حال کې چې معیوبه هم ده.

شپاړس کلنه روبینه نه یواځې دا چې په عصبی ناروغۍ اخته ده، بلکې خبرې هم نشی کولای او یو لاس او پښه یې فلج دی.

د هغې پلار خالقداد وایې چې روبینه هغه وخت په عصبی ناروغۍ اخته شوه کله چې د اتو مېاشتو وه.

دی وایی، کله چې یې لور په دې ناروغۍ اخته شوه نو له هغه وخت څخه تر اوسه یې هم پاکستان ته د درملنې لپاره بېولې او هم یې په داخل د افغانستان کې د هغې د روغېدو له پاره هڅې کړی.

د ‌نورو افغانانو په څېر د دې ناروغې پلار هم وایې، چې څو ځله یې روبینه پاکستان ته د درملنې لپاره بېولې خو پاکستانی درملو تر اوسه اغیزه نده کړی.

د خالقداد په خبره، «هر وخت چې روبینه په دې حالت کې وینم ډېر مې خوا بدیږی، ځکه زما لور ده د هیچا زړه نه غواړی چې لور یې په دغسی حالت کې اوسی، موږ خپل د لور د تداوۍ له پاره ډېر کوښښ کړی خو هغه تراوسه لا نده روغه شوې، ملی سوداګر او موسېسات دې زموږ سره همکاری وکړی چې موږ خپل د لور تداوی له افغانستان څخه بهر وکړو.»

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د لویانو تر څنګ ماشومان هم پکې صحی خدمتونو ته لاسرسی نه لری.

افغان ناروغان د درملنې لپاره تر ډېره پورې بهرنیو هیوادونو ته ځی تر څو هلته خپل درملنه په ښه توکه وکړی، خو د ویزې د ستونزې تر څنګه ډېر کله دغه افغان ناروغان د مالی امکانات له نه شتون سره هم مخامخ کېږی.

د‌‌ کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر جمال الدین عظیمی هم د دې ډول ناروغانو له پاره د درملنې د امکاناتو نه شتون تاییدوی او اویې، چې اوس د کندهار ولایت په سطحه داسی کوم مرکز شتون نه لری چې هلته د اعصابی ناروغانو درملنه ترسره شی.

هغه وویل، چې اوس وخت یوازې په مرکز کابل کې عصبی ناروغانو د درملنې او بستر خدمات موجود دې.

د‌ داکتر عظیمی په خبره، « په راتلونکی وخت کې به ان شاء الله موږ په کندهار کې هم د دغه ډول مریضانو له پاره یو پنځوس بستریز روغتون ولرو، هلته به د‌ عصبی ناروغیو مریضان ساتل کېږی، او متخصصین به ورته وګومارل شی.»

دده په وینا، پخوا چې کوم موسېساتو په دې برخه کې فعالیت کوه ټول اوس تللی او پروژې یې بندې دې. تر دې وړاندې یوه بله کندهارۍ انجلۍ هم د عصبی ناروغۍ له کبله په قفس کې ساتل کېدله خو اوس د روغتیایی موسېسو تر څارنې لاندې ده او درملنه یې کېږی.