کندهار کې د یو بندی خبریال میرمن؛ طالبانو څخه د عدالت غوښتنه کوی
کندهار کې د یو بندی خبریال میرمن؛ طالبانو څخه د عدالت غوښتنه کوی

کندهار کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول بسم الله وطندوست له تیرو شپږو ورځو راهیسی د طالبانو سره په بند کې دی او لا ندی ازاد شوی. په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست شپږ ورځې مخکی بسم الله وطندوست او د رسنیو یو شمیر نور کارکوونکی بندیان کړی وو، چې وروسته نور […]

کندهار کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسوول بسم الله وطندوست له تیرو شپږو ورځو راهیسی د طالبانو سره په بند کې دی او لا ندی ازاد شوی.

په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست شپږ ورځې مخکی بسم الله وطندوست او د رسنیو یو شمیر نور کارکوونکی بندیان کړی وو، چې وروسته نور خبریالان خوشې شوی او بسم الله وطندوست لاهم د طالبانو په زندان کې دی.

د بسم الله وطن دوست میرمن له طالبانو غوښتنه کوی چې خاوند یې بې ګناه دی، له دوئ سره دې عدالت وشی او وطن دوست دې له زندانه ازاد کړی.

دغه میرمن وایی، طالبانو ته یې خپل غږ رسولی مګر طالبانو ورته ویلی چې بسم الله وطندوست د دوئ لخوا کابل ته لیږدول شوی دی.

بلخوا د بسم الله وطندوست همکارانو هم د طالبانو څخه غوښتنه کړی ده چې بسم الله وطندوست دې خوشې کړی، مګر طالبانو ددوئ غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ویلی.

له کله نه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی نو، په بیلا، بیلا نومونو یې خبریالان نیولی او په زندان کې اچولی دی چې د یو شمر خبریالانو برخلیک لا ندی معلوم چې څه به ورسره کېږی.