کندهار کې له ۳۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د مرستې لړۍ پېل شوه
کندهار کې له ۳۰۰۰ بې وزله کورنیو سره د مرستې لړۍ پېل شوه

په کندهار ولایت کې له ۳ زره بې وزلو او غریبو کورنیو سره د خوراکی توکو د ویش لړۍ پیل شوه. د مرستو دغه لړۍ چی د یک شنبې په ورځ د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پیل کړې د یوې مېاشتې په جریان کې به پر ۳ زره اړمنو او بې وزله […]

په کندهار ولایت کې له ۳ زره بې وزلو او غریبو کورنیو سره د خوراکی توکو د ویش لړۍ پیل شوه.

د مرستو دغه لړۍ چی د یک شنبې په ورځ د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پیل کړې د یوې مېاشتې په جریان کې به پر ۳ زره اړمنو او بې وزله کورنیو باندې خوراکی توکی ووېشی.

کندهار ولایت کې د طالبانو د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ملا حمد الله وارث د رسینو سره خبرو کې وویل، د دې مرستو لړۍ یې د کندهار ولایت مقام په همکارۍ پیل کړې او د یوې مېاشتې په جریان کې به هر ورځ له ۲۵۰ څخه بیا تر ۳۰۰ کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وکړی.

مولوی وارث وویل، دا مرستې په کندهار ښار کې د دې ولایت د خلکو تر څنګه د نورو ولایتونو څخه راکډه شوی خلکو سره هم وشی.

د مولوی وارث په خبره، دا لړۍ په ډېره شفافه توګه پر مخ روانه ده او په دغه مرستو کې څلور قلمه خوراکی توکی لکه غنم، وریجې، بوره، او دال نخود شامل دی چی پر ۳ زرو اړمنو کورنیو به ووېشل شی.

هغه وویل: دا مرستې که څه هم څلور قلمه‌ دې خو تر ډېره حده د غریبانو او ناچاره خلکو اړتیاوې ور پوره کوی، او بیا موږ کوښښ کو چې نورې مرستې هم د دوی له پاره پیدا کړو ترڅو د فقر او غربت درجه را ټیټه شی.

دی وایې، په راتلونکی کې دوی پلان لری څو ولسوالیو ته سفرونه وکړی او هلته سروې ګانې تر سره کړی چې وپوهیږی څومره کسان هلته مرستو ته اړتیا لری او په کومه اندازه مرستې باید ورسره وشی.

په ورته وخت کې ځای اوسېدونکی هم د دې مرستو پر وېش خوښی څرګندوی او د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کوی.

د عبدالبصیر په نوم یو کس چې د دغو مرستو څخه برخمن شوی رسنیو ته وویل، ډېر خوشحاله دی چې مرسته ورسره وشوه ځکه د روژې په مېاشت کی غریبۍ او بې وسۍ سخت ځپلی و.

دی وایې، په کور کی یې د خوړلو له پاره څه نه درلوده او اوس چې دا مرستې ورسره وشوې د خدای ډېر شکر ګذاره دی.

د یادونې وړ ده چی د مرستو دا لړۍ د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوې او د همدې میاشتې تر پایه پورې به دوام وکړی.