یوناما: د لاریون کوونکو ښځو د نیول کېدو راپورونه تعقیبوی او د هغوی د خوشی کېدو غوښتنه کوی
یوناما: د لاریون کوونکو ښځو د نیول کېدو راپورونه تعقیبوی او د هغوی د خوشی کېدو غوښتنه کوی

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر (یوناما) دفتر وایی، په کابل کې د پرونیو لاریونونو پر مهال د ښځو د اعتراض کوونکو د نیول کېدو په اړه راپورونه تعقیبوی. نن “دوشنبه، د حمل ۷” یوناما په یوه ټویټ کې ویلی چې افغان ښځې او نجونې حق لری د هغو […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر (یوناما) دفتر وایی، په کابل کې د پرونیو لاریونونو پر مهال د ښځو د اعتراض کوونکو د نیول کېدو په اړه راپورونه تعقیبوی.

نن “دوشنبه، د حمل ۷” یوناما په یوه ټویټ کې ویلی چې افغان ښځې او نجونې حق لری د هغو پالیسیو په اړه شکایت وکړی چې د دوی بشری حقونه تر پښو لاندې کوی.

یوناما ټینګار کړی چې طالبان باید د جنسیت او نژاد په پام کې نیولو پرته د ټولو افغانانو بشری او اساسی آزادیو ته درناوی وکړی.

تېره ورځ هم یو شمېر ښځو او نجونو د طالبانو له لوری د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوام په تړاو لاریون وکړ، چې د طالبانو له لوری له تاوتریخوالی او نیولو سره مخ شول.

په دغه لاریون کې د کابل ښاروالۍ له شپږمې ناحیې څخه د محمد اصف میل لېسې ته څېرمه د وسله والو طالبانو له خوا د رقیه سای، فاطمې محمدی او ملالی هاشمی په ګډون درې لاریون کوونکی ښځې ونیول شوې.

له دې جملې څخه رقیه سایه د کابل ښار د یو شمېر مشرانو او مخورو په مداخلې خوشې شوه او د فاطمې محمدی او ملالۍ هاشمی د هویت او ځای په اړه معلومات نشته.

د یادونې وړ ده چې رقیه سعی د طالبانو له بند څخه د دې ضمانت او تعهد له مخې خوشې شوې چې نور به د ښځو په لاریونونو کې ګډون نه کوی او د دې ډلې د رژیم پر ضد به عمل نه کوی.

رقیه سای له دې مخکې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړلو په تړاو د ښځینه مظاهره کوونکو د اعتراضونو پر مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#