یونیسف: ښځینه کارکونکی په افغانستان کې زموږ د کار د بریالیتوب لپاره مهم دی
یونیسف: ښځینه کارکونکی په افغانستان کې زموږ د کار د بریالیتوب لپاره مهم دی

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ‌ صندوق (یونیسف) ویلی، چې په دې اداره کې ښځینه کارکوونکې مهم رول لری. یونیسف د چهارشنبې په ورځ “حمل ۱۶مه” په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی، چې په […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ‌ صندوق (یونیسف) ویلی، چې په دې اداره کې ښځینه کارکوونکې مهم رول لری.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ “حمل ۱۶مه” په یوه خبرپاڼه کې ویلی دی، چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه د طالبانو پرېکړه نا معقوله او هېښوونکې ده.

یونیسف په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بندیز د طالبانو لخوا د ښځو پر بنسټیزو حقونو یو بل تېری ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې دا پرېکړه په افغانستان کې بشری مرستې کمزورې کوی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلی: “فغان ښځې زموږ د بشردوستانه ځواب حیاتی رګ دی. هغوی ماشومانو، ښځو، ناروغانو، بوډاګانو او معیوبو کسانو ته د لاسرسی په برخه کې ځانګړی مهارت لری.”

د یونیسف په وینا، په دې موسسه کې د ښځو کار د دوی نارینه همکاران نشی کولای.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان پر دې په ټینګار سره چې په روان کال په افغانستان کې د ۱۹ میلیونو ماشومانو اړتیاوو ته د رسېدو په لټه کې دی، زیاته کړې چې له ښځینه کارکوونکو پرته به په دغه هېواد کې بشری ناورین لاپسې زیات شی او ډېر ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې له دې ادارې سره د ښځو پر کار کولو د بندیز په تړاو د طالبانو نوې پرېکړه په کلکه غندلې او د دې پرېکړې او د ښځو پر زده کړو او کار د نورو لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو د راپور له مخې، له دغه سازمان سره د ښځو پر کار کولو بندیز د نړۍ د تر ټولو ناورین ځپلی هېواد په توګه تر بل هر چا ډیر زیان د افغانستان خلکو ته رسوی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#