طالبانو دجمهوری دولت یو پخوانی سرتېری په وهلو کوما ته رسولی دی
په پکتيکا ولايت کې د جمهوري دولت يو سرتېری د طالبانو لخوا سخت وهل شوی دی چې دا مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.
د مزارشریف له کودبرق سیمې څخه د ۳۰۰ کورنیو د ویستلو حکم
پرون یکشنبې مازدیګر طالبانو د مزارشریف ښار د کودبرق د استوګنې له سیمې د ۳۰۰ کورنیو د جبري ایستلو امر وکړ.
په غور کې د پوځی چورلکې د غورځېدو له امله یو تن وژل شوى او لس نور ټپیان دی
په غور کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې پوځي چورلکې د غورځېدو په پایله کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه لس نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په بامیان کې درې تنه نیولی دی
د بامیان ولایت سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت له یکاولنګ ولسوالۍ څخه د دریو قومی مشرانو د نیولو خبر ورکوی.
طالبانو په بامیان کې ارغوشه خصوصی ښوونځی په مدرسه بدل کړل
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره، دوی په ورته وخت کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو امر صادر کړل. د ښوونځيو د دروازو په تړل کېدو سره نه يوازې نجونې له زده کړو بې برخې شوې، بلکې د روښانه راتلونکي هيله يې هم له لاسه ورکړې ده. طالبانو په خپل وروستي اقدام کې د بامیان ولایت د ارغوشه نجونو لېسې د یوې دیني مدرسې په توګه نومولې ده.
طالبانو په کابل کې د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی مشر نیولی دی
ولسی سرچینو په کابل ښار کې د طالبانو د استخباراتو لخوا د پاور لفټنګ فدراسیون پخوانی رییس خواجه میر مجاهد د نیول کیدو خبر ورکوي.