ارزګان کې د ترافیکی پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې
ارزګان کې د ترافیکی پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې

ارزګان کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوی دی. ارزګان کې د طالبان د امنیه قوماندانۍ هم تاییدوی چې دا پېښه تېره شپه د کندهار – ارزګان پر لویه لار شوې ده. د امنیه قوماندانۍ ویاند «اغا ولی قریشی» رسنیو ته ویلی، چې د دغه ولایت […]

ارزګان کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوی دی.

ارزګان کې د طالبان د امنیه قوماندانۍ هم تاییدوی چې دا پېښه تېره شپه د کندهار – ارزګان پر لویه لار شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند «اغا ولی قریشی» رسنیو ته ویلی، چې د دغه ولایت په “سوزل” سیمه کې د یوه موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې ۴ کسان مړه شوی او ۵ نور ټپیان دی.

د هغه په وینا چې په مړوشویو کسانو کې دوې ښځې هم شته.

وایې‌چې‌، د دې پېښې علت د چلوونکی بې‌ احتیاطی بلل شوې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکی پېښې زیاتې شوې چې له امله ګڼ‌ شمېر هېوادوال ژوند له لاسه ورکوی.

چې د ترافیکی پېښو ستر لاملونه د چلوونکو بې‌احتیاطی، د خراب لارو، د ترافیکی اشارو نه‌شتون او نه‌ پاملرنه بلل کېږی.