ارزګان کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
ارزګان کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ارزګان ‎کې د طالبانو چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۴ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوی دی. اروزګان کې د طالبانو ویاند «مولوی ولی جان» نن سه شنبه، رسنیو ته ویلی چې دا کسان د ارزګان په چنارتو او چورې ولسوالیو کې مړه شوی دی. د هغه په وینا […]

ارزګان ‎کې د طالبانو چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۴ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوی دی.

اروزګان کې د طالبانو ویاند «مولوی ولی جان» نن سه شنبه، رسنیو ته ویلی چې دا کسان د ارزګان په چنارتو او چورې ولسوالیو کې مړه شوی دی.

د هغه په وینا چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی.

هغه دا هم ویلی چې سېلابونو د ارزګان اوسېدونکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولى دى.

مولوی ولی جان زیاته کړې چې یوازې په چورې ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د استوګنې ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوی دی.

ویل کیږی چې په سیلاب‌ځپلو سیمو کې خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لری.