اروپایی اتحادیې دافغان ښځو پیاوړتیا لپاره ۱۵میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
اروپایی اتحادیې دافغان ښځو پیاوړتیا لپاره ۱۵میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپایی اتحادیې د افغان ښځو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره ۱۵میلیونه یورو مرسته اعلان کړه. یاده مرسته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایی پرواګرام(UNDP) په همکارۍ د افغان ښځو د محلی سوداګرۍ د ملاتړ لپاره ولګول شی. د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام پخپله ایکسپاڼې لیکلی چې د اروپایی ټولنې په مالی ملاتړ به […]

اروپایی اتحادیې د افغان ښځو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره ۱۵میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

یاده مرسته به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایی پرواګرام(UNDP) په همکارۍ د افغان ښځو د محلی سوداګرۍ د ملاتړ لپاره ولګول شی.

د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام پخپله ایکسپاڼې لیکلی چې د اروپایی ټولنې په مالی ملاتړ به د افغانستان په شپږو(۶)ولایتونو کې د سپما ګروپونو او کوچنیو پورونو له لارې سوداګرو میرمنو او ځوانو متشبثینو سره ددوى د پیاوړتیا لپاره کار کوی.

په افغانستان کې اروپایی اتحادیې استازې رفایلا لوډیس پخپله ایکس پاڼه په دې اړه خوښی څرګنده کړې او لیکلی یې دی:خوشحاله یم چې اروپایی اتحادیې د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام سره ۱۵میلویونه یورو مرسته اعلان کړې څو په ګډه د د میرمنو په مشرۍ د سیمه ایزو سوداګرۍ ملاتړ وکړو”

هغې په اقتصادی لحاظ د ښځو پیاوړتیا اړینه ګڼلې او ویلی دی چې دیادې مرستې په وسیله به مالی خدمتونو ته د ښځو لاسرسى ډېر شی.

اروپایی ټولنې په داسې حال کې د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا لپاره مرستې اعلانوی چې طا.لبانو په افغانستان کې د ښځو سینګارتونو تړلی او د ښځو لخوا نندارتونونو باندې تر “امرثانی”بندیز لګېدلى دى.

ښځینه سینګارونکو رسنیو ته ویلی و چې ددې سینګارتونو له لارې خپل کورنۍ ته نفقه ګتی او خپلې اقتصادی ستونزې پرې حلوی.

ملګرو ملتونو سازمان د ښځینه سینګارتونو بندولو پرېکړه دطالبانوهغې ژمنې سره په ټکر بللې وه چې دوى سره یې د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کړې وه.