افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې تر ټولو بد تعلیمی شرایط لری
افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی، چې تر ټولو بد تعلیمی شرایط لری

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیزونو او لګولو په دوام کې د «تعلیم پورته ټولو» تر نامه لاندې یوې نړیوالې موسسې اعلان وکړ چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی چې د زده کړو په برخه کې تر ټولو بد شرایط لری. دغه سازمان په یوه […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیزونو او لګولو په دوام کې د «تعلیم پورته ټولو» تر نامه لاندې یوې نړیوالې موسسې اعلان وکړ چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې دی چې د زده کړو په برخه کې تر ټولو بد شرایط لری.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلی چې د جنسیتی نابرابرۍ، زده کړو ته د نجونو او ښځو محدود لاسرسی، پر ښوونځیو بریدونه، د زده کړو ګډوډی، د بې سوادۍ لوړه کچه او یو شمېر نورو سختو ننګونو افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې راوستی، چې د زده کړو په برخه کې یې خورا ناوړه وضعیت درلود.

د PEIC د جګړې او ناامنۍ د پوهنې د ساتنې د پروګرام اجراییه مشره ملیحه ملک وایی، دا ننګونې د “دولتی او غیر دولتی” فعالینو مداخلو له امله زیاتې شوی او د افغانستان زیربنا او تعلیمی فرصتونو ته یې مرګونی ګوزار ورکړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د پوهنې په برخه کې له پرله پسې ناکامیو سره مخ دی.

مېرمن ملک زیاته کړه: «په افغانستان کې پر معارف د دولت او هم د غیر دولتی فعالینو له خوا له هر لوری برید شوی او دې کار په پرله پسې ډول د پوهنې بهیر زیانمن کړی دی. “په افغانستان کې پر زده کړو نوی بندیزونه لا هم ننګونکی دی.”

په ورته وخت کې د “ټولو ښوونې او روزنې” موسسه د افغانستان پر ښوونیز بهیر نیوکه کوی چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.