افغان میرمنې شکایت کوی چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی او له کبله یې د ښځو ژوند تریخ شوی دی. زینب د ننګرهار ولایت اوسیدونکې چې د لسم ټولګی زده کوونکې ده وایې، د طالبانو ټول بندیزونه پر ښځو ورټول او تراوسه یې زیاتره […]
افغان میرمنې شکایت کوی چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره پر دوی محدودیتونه ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی او له کبله یې د ښځو ژوند تریخ شوی دی.
زینب د ننګرهار ولایت اوسیدونکې چې د لسم ټولګی زده کوونکې ده وایې، د طالبانو ټول بندیزونه پر ښځو ورټول او تراوسه یې زیاتره فرمانونه هم د ښځو په اړه خپاره کړی او دا لړۍ لا روانه ده.
نوموړې زیاتوی د یو نامالوم برخلیک سره مخ ده او ډیره کله د ناهیلۍ احساس کوی.
زینب زیاتوی:«طالبان چې راغلی پر ښځو یې سختی زیاته کړې او دا بندیرونه هره ورځ تازه کیږی، له طالبانو غواړو چې مونږ ته دې د کار او زده کړو زمینه برابره کړی او نور دې خپل بندیزونه پای ته ورسوی.»
د ننګرهار یوه بله اوسیدونکې شازیه وایی، په افغانستان کې ورځ په ورځ پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه په سختېدو دی.
هغه پر طالبانو غږ کوی چې بر ښځو دې د بندیزونو پر ځای دوی ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړی.
شازیه زیاتوی:«طالبان دې ښځو ته د کار زمینه برابره کړی او هم د زده کړو، ځکه له ښځو پرته دا ټولنه نه جوړیږی او تل به یې چارې نیمګړې وی نو لازمه ده، چې باید ښځو ته خپل حقوق ورکړل شی. »
په همدې حال کې تازه د بشر حقونو د څار سازمان ویلی، چې د طالبانو پخوا ښځې د ناسمو جامو اغوستلو په تور ځورولې وې، خو نیولې نه وې.
د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ویلی، په کار ده نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندې جدی اقدام وکړی.
نوموړې دا څرګندونې داسې وخت کوی چې د طالبانو له خوا په کابل او دایکنډی کې په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور ځینې ښځې او نجونې نیول شوې دی.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلی، داسې اسناد یې ترلاسه کړی چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسانو د روانې جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په کابل او دایکندی ولایتونو کې د بدحجابۍ په نوم څو تنه ښځې او نجونې نیولې دی.
خو طالب چارواکو دا ادعاوې رد کړې وې او ویلی، هڅه کوی، ښځو ته د شریعت په چوکات کې د کار او زده کړو زمینه برابره کړی
طالبانو څه کم دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو خپلو محدودووونکو فشارونو ته دوام ورکړی دی.