افغان روباټیک ټیم غړو فرسټ ګلوبل سیالۍ کې دوهم مقام خپل کړ
افغان روباټیک ټیم غړو فرسټ ګلوبل سیالۍ کې دوهم مقام خپل کړ

د افغان روباټیک ټیم غړو د فرسټ ګلوبل نړیوالې سیالۍ کې د سپینوزرو مډال په ګټلو دوهم مقام خپل کړ. یاده سیالی چې د اکتوبر له اووم څخه تر لسمې نېټه پورې په سینګاپور کې د ۱۹۰هیوادونو ترمنځ ترسره شوی و د افغانو روباټیک ټیم غړو پکې د سپینو زرو مډال په ګټلودوهم مقام خپل […]

د افغان روباټیک ټیم غړو د فرسټ ګلوبل نړیوالې سیالۍ کې د سپینوزرو مډال په ګټلو دوهم مقام خپل کړ.

یاده سیالی چې د اکتوبر له اووم څخه تر لسمې نېټه پورې په سینګاپور کې د ۱۹۰هیوادونو ترمنځ ترسره شوی و د افغانو روباټیک ټیم غړو پکې د سپینو زرو مډال په ګټلودوهم مقام خپل کړ.

د نجونو دې ټیم چې اوسمهال د په کاناډا او اروپای کې مهاجرې دی پخپل فیسبوک پاڼې یو ورځ وړاندې لیکلی(له نېکه مرغه د سینګاپور په نړیواله مسابقاتو کې وتونېدو چې دسپینو زرو مډال په ګټلو دوهم مقام خپل کړو )

همدا راز ددې ټیم مشرې رویا محبوب پخپله ایکسپاڼه دا بریا الهام بخښونکې بللې او ددې ټیم غړې یې د لا بریاوو لاسته راوړنو لپاره هڅولې.

هغې لیکلی”په نړیواله سیالۍ کې د زړروتیا لاسته راوړنې لپاره د “راجا چیرکاوى ایل مورسلی” جایزې د سپینوزرو مډال ګټل الهام بخښونکی دی، ستاسو سخت کار،لیوالتیا زمونږ لپاره یو الهام دى،لا هڅې وکړې او نړۍ ته مو د خپلو خوبونو ځواک وښایاست”

د افغان روباټیک ټیم چې له دا مهال په اروپا او کاناډا کې کډوالۍ ژوند تېروی لدې وړاندې د امریکا د میړانې سپینو زرو مډال،د هالنډ د نوښتګروماغزو افتخاری مډال او د دوحې فورم کلنۍ غوره جایزه ګټلې وه.