انتونیو ګوترش:انجونو ته اجازه ورکړٸ چې ښوونځی ته لاړې شی
انتونیو ګوترش:انجونو ته اجازه ورکړٸ چې ښوونځی ته لاړې شی

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش په خپله ایکسپاڼه له طالبانو غوښتنه کړې چې نجونو ته اجازه ورکړی څو ښوونځی ته لاړ شی. هغه پخپله ایکسپاڼه لیکلی”دوه کاله کېږی چې په افغانستان کې ښوونځی ته د نجونو ورتګ مخه نیول شوی دوى ته اجازه ورکړٸ چې ښوونځیو ته لاړ شی.” هغه په خپله ایکسپاڼه کې […]

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش په خپله ایکسپاڼه له طالبانو غوښتنه کړې چې نجونو ته اجازه ورکړی څو ښوونځی ته لاړ شی.

هغه پخپله ایکسپاڼه لیکلی”دوه کاله کېږی چې په افغانستان کې ښوونځی ته د نجونو ورتګ مخه نیول شوی دوى ته اجازه ورکړٸ چې ښوونځیو ته لاړ شی.”

هغه په خپله ایکسپاڼه کې چې نن دوشنبه لېکنه خپره کړې د نجونو ښوونځیو ته نه پرېښودل له بشری حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه بللې او خبردارى یې وکړى چې چې له ښوونځیو دنجونو منع کول به د ټول هیواد”افغانستان”لپاره اوږدمهاله زیان ورسوی.

هغه په دې ټویټ کې پرطالبانو غږ کړى چې ښوونځی دنجونو لپاره دى او باید نجونو ته اجازه ورکړی چې ښوونځی ته لاړ شی.

شااوخوا ۷۳۰ورځې کېږی چې طالبانو سرپرست حکومت له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلی او اجازه نه ورکول کېږی چې ښوونځیو ته لاړې شی.