انتونیو ګوتریش: د افغان ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندیښنو مرکز دی
انتونیو ګوتریش: د افغان ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندیښنو مرکز دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیزونو د لګولو تر څنګ وایی، د افغان ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندېښنو په مرکز کې دی او دا موضوع د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې د اجنډا په سر کې ده. ټاکل […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیزونو د لګولو تر څنګ وایی، د افغان ښځو او نجونو حقونه د ټولو اندېښنو په مرکز کې دی او دا موضوع د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې د اجنډا په سر کې ده. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ به ولسی جرګه پیل شی.

ښاغلی ګوتریش دغه څرګندونې په یوه خبری کنفرانس کې وکړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشی په افغانستان او ایران کې د بشری حقونو او د ښځو د حقونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع په بشپړه توګه د ټولو اندیښنو مرکز دی او په دې برخه کې به یوه مسله وی. دا به په اجنډا کې وی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا هم په افغانستان کې د بشری حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت خبرې کړې دی.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا په ۵۴ مه ناسته کې دغه نړیوال سازمان په افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت ځینې کړنې د بشریت ضد جنایتونه او جنسی ځورونه وبلله.

د بشری حقونو د څار اداره وایی، طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړی او له عامه ژونده یې لرې کړی دی.

له بلې خوا د افغانستان د ښځو او بشری حقونو یو شمېر فعالانو په دې وروستیو کې په یو شمېر هېوادونو کې د نه خوړو اعتصاب کړی او په افغانستان کې یې د جنسیتی تبعیض په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان له واکمنۍ وروسته د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه وضع کړی دی.

باید وویل شی، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.

سربیره پردې، ښځې د کورنیو او نړیوالو غیر دولتی موسسو او حتی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار کولو څخه منع دی.