اوچا: د ښځو پر حقونو محدودیتونه د پرمختګ بهیر ورو کوي
اوچا: د ښځو پر حقونو محدودیتونه د پرمختګ بهیر ورو کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ونډې محدودیتونه په هېواد کې د پرمختګ بهیر ورو کوي. نن (دوشنبه، د حوت ۱۵) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا […]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ونډې محدودیتونه په هېواد کې د پرمختګ بهیر ورو کوي.

نن (دوشنبه، د حوت ۱۵) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه غندلي دي.

اوچا وویل چې دا بندیزونه د بشري سازمانونو وړتیا کموي چې د هیواد ٥٠٪ نفوس په نښه کړي.

اوچا ټینګار وکړ چې د دغو بندیزونو له امله د کورنیو ښځو تر ټولو زیات اقتصادي زیانونه اوړي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د دې محدودیتونو په لګولو سره د ښځو د عاید کچه راټیټه شوې او په هېواد کې ډېری کورنۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې د یوه فرمان له لارې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو دغه اقدام له سختو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. خو طالبانو له دغو غبرګونونو سره سره پر دغه ناوړه عمل ټينګار وکړ.

پر دې سربېره د ماشومانو د ژغورنې سازمان، د ناروې د کډوالو شورا او د اترین خیریه موسسې په ګډون یو شمېر مرستندویه موسسو په افغانستان کې تر هغه وخته پورې خپلې مرستې بندې کړې چې طالبانو د ښځو پر کار کولو بندیز لرې کړی و.

یو شمیر نورو بشري بنسټونو هم په هیواد کې خپل فعالیتونه ۸۰ سلنه کم کړي دي.

له دې سره سره د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د بشري مرستو کمېدل به په هېواد کې د خوراکي توکو ناامني زیاته کړي او کورني تاوتریخوالی په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی به هم زیات شي.

خبرگزاری زنان افغان