اوچا: په افغانستان کې د جنډر پر بنسټ تاوتریخوالی ۲۵ سلنه زیات شوی دی
اوچا: په افغانستان کې د جنډر پر بنسټ تاوتریخوالی ۲۵ سلنه زیات شوی دی

خبرگزاری زنان افغانستان: اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی له امله مرستو ته اړتیا ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. دغه سازمان نن “سه شنبه د سرطان ۲۷مه” په یوه ټویټ کې لیکلی چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی له امله مرستو ته اړتیا ۲۵ سلنه زیاته شوې ده.

دغه سازمان نن “سه شنبه د سرطان ۲۷مه” په یوه ټویټ کې لیکلی چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۳ م کال تر منځ د هغو کسانو شمېر چې ورته خدمتونو ته اړتیا لری له ۱۰.۱ میلیونو څخه ۱۳.۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ونډې لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو په افغانستان کې امنیتی کړکېچ لا پسې پیاوړی کړی دی.

په ورته وخت کې اوچا پر دغو محدودیتونو نیوکه کوی ځکه چې طالبانو حکومت تل د ښځو پر حقونو او په ټولنه کې د هغوی پر شتون پراخ او سخت محدودیتونه لګولی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان اندېښنه څرګندوی چې دغو بندیزونو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

خو له ۶۵۰ څخه زیاتې ورځې تیرې شوې چې طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړی دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.

پر دې سربیره ښځې د ورزشی کلپونو، رستورانتونو، عامه حمامونو، د نارینه ډاکټرانو له معایناتو، له محرم پرته له سفر او په کورنیو او نړیوالو نادولتی موسسو او حتی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع دی.

که څه هم نړیوالو سازمانونو په وار وار د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې، خو طالبانو حکومت نه یوازې دا چې له خپل دریځه نه دی وتلی، بلکې په افغانستان کې یې د ښځو د شرعی حقونو د خوندیتوب ادعا هم کړې ده.

خبرگزاری زنان افغانستان