بشری حقونو د څار سازمان:د افغانستان په  ختیځ کې له سلو زیات جسدونه وموندل شول
بشری حقونو د څار سازمان:د افغانستان په  ختیځ کې له سلو زیات جسدونه وموندل شول

د بشری حقونو د څار سازمان په یو راپور کې چې نن پنجشنبه یې خپور کړى و ویلی چې په ننګرهار او کونړ په کانالونو کې یې له سلوزیات جسدونه موندلی چې د طالبانو لخوا وژل شوی. د نوموړی راپور له مخې طالب ځواکونو د سیمی اوسیدونکی د داعش خراسان ډلې په غړیتوب تورن کړی […]

د بشری حقونو د څار سازمان په یو راپور کې چې نن پنجشنبه یې خپور کړى و ویلی چې په ننګرهار او کونړ په کانالونو کې یې له سلوزیات جسدونه موندلی چې د طالبانو لخوا وژل شوی.
د نوموړی راپور له مخې طالب ځواکونو د سیمی اوسیدونکی د داعش خراسان ډلې په غړیتوب تورن کړی چې بیا یې د د قانونی پروسې پرته وهلی او بندیان کړی.
د راپور په ټکو طالبانو نامعلوم شمېر کسان صحرایی محاکمه کړی او اعدام کړی یا یې سرونه ترې پرې کړی.

یاد راپور د “پیټریشیا ګاسمن” د بشری حقونو د څار د اسیا برخې مشرې له قوله لیکلی” “موږ په ننګرهار کې د یوه خالی کانال پلټنه وکړه چې د ۲۰۱۱ کال د اګست او ۲۰۲۲ تر اپریل پورې په کې له ۱۰۰ څخه ډیر جسدونه ایستل شوی دی. داسې ښکاری چې طالب چارواکو خپلو ځواکونو ته د اورپکو د توقیف، “نادرکه کولو” او وژلو لپاره پوره واک ورکړی دی.”
یاد راپور زیاتوی چې “۲۰۲۱ کال د اکتوبر او ۲۰۲۲ کال د جون پورې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ۴۲ کسانو په ګډون له ۶۳ کسانو سره مرکې وکړې، او له هغو څخه ۲۱ یې د تلیفون له لارې ترسره شوې.
د راپور له مخې نومبر په میاشت کې د یوې ډلې د ۱۵ څخه تر ۲۰ کیلومتره کانال کې د ۵۴ کسانو جسدونه پیدا کړی چې د شکنجې او وحشیانه وژنو نښې پرې ښکارېدې چې د ځینو د وجود غړی ورک شوی ، په غاړه کې رسۍ وې، یا سرونه پرې شوی وو.
راپور په ننګرهار کې روغتیایی کارکونکو له قوله لیکلی چې دوی ۱۱۸ جسدونه ثبت کړی چې د اګست او ډسمبر ترمنځ په ټول ولایت کې موندل شوی دی.”

په دې راپور کې د بشری حقونو څار سازمان د طالبانو ډله د نړیوال بشردوستانه قانون اودجګړې قانون څخه د خراسان ډلې پورې تړلی شکمنو کسانو دجبری نادرکه کولو او صحرایی محاکمه کولو له امله په سرغړونې تورنه کړې.

راپور وایی د داعش خراسان څانګې شکمنو غړی چې جنایی جرمونو لپاره توقیف شوی باید ژرترژره محکمې ته وړاندې شی، ترڅو نړیوالې عادلانه محاکمې معیارونو سره سم محاکمه شی.

راپور کې همدا راز راغلی چې د بشری حقونو د څار سازمان او سیمه ایز سازمان د طالبانو لخوا د داعش د خراسان څانګې د ملاتړ په تور یو شمیر کسانو د صحرایی اعدامونو او جبری نادرکه کیدو په اړه کره شواهد موندلی. د جلال اباد ښار ته څېرمه د درونټې له کانال څخه پراخ شواهد شتون درلود چې دغې ډلې ورڅخه لیدنه کړې او هلته یې د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د موندل شویو جسدونو په څېړلو سره د ګڼو وژنو اسناد ثبت کړی دی. مرکو څرګنده کړه چې په وژل شویو کې ډیری هغه کسان دی چې طالبانو مخکې بندیان کړی وو.

طالب ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د ننګرهار مرکز جلال اباد تر خپل کنټرول لاندې راوست – په هماغه ورځ یې په کابل کې واک تر لاسه کړ. وروسته له هغې، د طالبانو امنیتی ځواکونو د افغان ملی امنیتی ځواکونو د پخوانیو غړو او د داعش ډلې د خراسان څانګې د غړو د نیولو او توقیفولو لپاره د لټون عملیات ترسره کړل.

کله چې د اګست له میاشتې وروسته د طالبانو پر ځواکونو د داعش ډلې د خراسان څانګې بریدونه دوام وموند، په ځانګړې توګه د ننګرهار په ختیځو ولسوالیو لکه ده بالا، شینوارو مهمند دره، اچین او کامې کې، طالبانو د داعش ډلې د خراسان څانګې پر ضد خپل کمپاین ګړندی کړ. د نومبر په میاشت کې طالبانو په سلهاو جنګیالی د د داعش ډلې د خراسان څانګې ځواکونو پر ضد یاد ولایت ته واستول.
د یاد راپور له مخې طالب چارواکو رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې د دوی ځواکونو داعش “۹۸ سلنه” له منځه وړی دی او دا ډله نور “په افغانستان کې جدی ګواښ نه ګڼل کېږی.” خو، هغه ادعا شوی وحشت چې طالبانو ورسره عملیات ترسره کړی دی کیدای شی په یاد ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې ته د استخدام زیاتوالی لامل شی.

پد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړى او په دې اړه یې پخپله ټویټر پاڼه لیکلی “‏په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د جسدونو د موندلو په اړه خپاره شوی افواهات هیڅ حقیقت نه لری.
هغه همداراز لیکلی ”
د اسلامی امارت سیمیزو مسؤلینو په دې اړوند څیړنه کړې، یو جسد هم چیرې چا ندی موندلی.
په دې اړه هغه تشویش اچونکی پروپاګند چې متأسفانه دځینو مشهورو نړیوالو مؤسسو لخوا خپریږی د تأسف وړ دی.”