بشری ناورین او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د میلیونونو خلکو ژوند ګواښی
بشری ناورین او د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د میلیونونو خلکو ژوند ګواښی

  خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار سازمان په یوه نوی راپور کې ویلی چې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته د زور زیاتی، بشری ناورین او د ښځو پر وړاندې سختو بندیزونو د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. نن “پنجشنبه د اسد ۱۹مه” د بشری حقونو د […]

 

خبرگزاری زنان افغانستان: د بشری حقونو د څار سازمان په یوه نوی راپور کې ویلی چې د طالبانو له دوه کلنې واکمنۍ وروسته د زور زیاتی، بشری ناورین او د ښځو پر وړاندې سختو بندیزونو د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

نن “پنجشنبه د اسد ۱۹مه” د بشری حقونو د څار سازمان په یوه نوی راپور کې اعلان وکړ، چې له هغه وروسته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه افغانستان ونیو، د ښځو، نجونو او رسنیو پر حقونو محدودیتونه زیات شوی دی.

دغه سازمان یو ځل بیا یادونه کړې چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ښځې او نجونې د زده کړې، کار، تګ راتګ او په ټولنه کې د ګډون له حقه بې برخې کړی دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبانو پر رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې پراخ سانسور لګولی او د خبریالانو او منتقدینو نیولو ته یې دوام ورکړی دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو څخه زیات وګړی د خوراکی توکو له سخت کمښت سره مخ دی، چې دغه وضعیت په نړۍ کې په یوه تر ټولو ناوړه بشری بحران بدل شوی دی.

په راپور کې ویل شوی چې په افغانستان کې د ۳.۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان په سختې خوارځواکۍ اخته دی.

د بشری حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان څیړونکې فرشته عباسی په دې رپوټ کې ویلی دی: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان خلک د بشردوستانه او بشری حقونو په ویره کې ژوند کوی.

هغه زیاته کړه: “د طالبانو مشرتابه باید ژر تر ژره د خپلو یرغلیزو قوانینو او سیاستونو مخه ونیسی او نړیواله ټولنه باید د اوسنی کړکیچ پړه پر غاړه واخلی.”

عباسی وویل، د لسیزو جګړو، سختو موسمی پېښو او پراخې بېکارۍ سربېره، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو بندیزونو لګول د خوراکی توکو د کموالی اصلی لاملونه دی.

هغه وویل، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د ښځو پر کار کولو بندیز لګولو سره طالبانو د دوی معیشت ته سخت زیان رسولی او دې کړکېچ ښځې او نجونې سخت زیانمنې کړې، چې اوس مهال خوراکی توکو، روغتیایی خدمتونو او کور ته د لاسرسی له ستونزو سره مخ دی.

عباسی زیاته کړه: «د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه د هغوی له اساسی حقونو څخه په بشپړه توګه بې پروایی ښیی. د دوی تګلارې او محدودیتونه نه یوازې افغانې ښځې چې فعالې او د حقونو مدافعین دی، بلکې هغه عادی ښځې هم زیانمنې کوی چې د عادی ژوند په لټه کې دی.»

عباسی زیاته کړه چې په افغانستان کې د ستر بشری ناورین په وړاندې د طالبانو ځواب د ښځو د حقونو د لا زیات فشار لپاره دی.

هغه زیاته کړه، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره په تماس کې دی، باید پر هغوی فشار راوړی چې ژر تر ژره خپله لاره بدله کړی او د افغانانو ټولو اساسی حقونو ته درناوی وکړی او په ورته وخت کې له افغان ولس سره مرسته وکړی.

د بشری حقونو د څار سازمان ویلی دی چې د نړیوالو رسنیو د خپرونو د بندولو په ګډون پر سیمه ییزو رسنیو د طالبانو سختو بندیزونو په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسی مخه نیولې ده.

دغه سازمان ویلی دی چې په افغانستان کې دننه هیڅوک نشی کولای چې د خپل سری نیولو او زندانی کیدو له ویرې پرته مهم معلومات ورکړی.

د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوی چې طالب ځواکونو د پخوانی حکومت پوځی افسران او د وسله والو مقاومت د ډلو غړی او پلویان نیولی او شکنجه کړی او په قصدی توګه یې اعدام کړی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان