تورخم دروازه پاکستانی لوری د افغان ناروغانو پر مخ تړلې
تورخم دروازه پاکستانی لوری د افغان ناروغانو پر مخ تړلې

په ننګرهارکې د طالبانو اطلاعاتو اوکلتور ریاست څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله او له ناروغانو یې غوښتی چې تر بلې خبرتیا پورې دې نور پاکستان ته د ناروغانو لیږد کمیسون ته مراجعه نه کوی. خبرپاڼه کې ویل شوی، د شوی تفاهم […]

په ننګرهارکې د طالبانو اطلاعاتو اوکلتور ریاست څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې پاکستان د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله او له ناروغانو یې غوښتی چې تر بلې خبرتیا پورې دې نور پاکستان ته د ناروغانو لیږد کمیسون ته مراجعه نه کوی.

خبرپاڼه کې ویل شوی، د شوی تفاهم له مخې پاکستان هره ورځ سلو تنو هغه ناروغانو ته چې دلته یې درملنه ناشونې وی، د هغوې له پایوازانو سره له پاسپورت اوویزې پرته د درملنې په موخه هغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورکوله.

خو اوس پاکستان له وړاندینۍ خبرتیا پرته د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ تړلې ده.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د تورخم دروازه ډیر کله د طالبانو او پاکستانی چارواکو د خپلمنځی ناندریو له امله تړل کیږی، له دې څو اوونۍ وړاندې هم پاکستانی لوری یاده لاره د نهه ساعتونو لپاره د باروړنکو موټرو پرمخ تړلې

وه.