تورخم دروازه یوځل بیا د ټرانزیټ پروړاندې وتړل شوه
تورخم دروازه یوځل بیا د ټرانزیټ پروړاندې وتړل شوه

خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار کې طالب چارواکی وایې، تورخم دروازه پاکستان هېواد یو ځلې بیا د ټرانزیټ پر مخ وتړله د تورخم کمیسار مولوی عصمت الله یعقوب نن وویل، چې تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان طرف شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړی، چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: ننګرهار کې طالب چارواکی وایې، تورخم دروازه پاکستان هېواد یو ځلې بیا د ټرانزیټ پر مخ وتړله

د تورخم کمیسار مولوی عصمت الله یعقوب نن وویل، چې تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان طرف شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړی، چې دوی یې د جوړېدو مخه ونیوله، خو پاکستانی لوری یې په غبرګون کې د روازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.

له دې درې اوونۍ وړاندې هم پاکستانی لوری د تورخم دروازه دبار وړنکو موټرو پرمخ تړلې وه او له موټر چلوونکو یې د ویزې او پاسپورټ غوښتنه کوله.

له دې څو ورځې وړاندې بر یاده لاره پاکستان ته د تلوونکو ناروغانو د تګ لړۍ هم ځنډلې ده.