تورپیکۍ نظامی:طالبان ددې پرځاى چې عمومی عفوه اعلان کړی،له خلکو دې عمومی بښنه وغواړی
تورپیکۍ نظامی:طالبان ددې پرځاى چې عمومی عفوه اعلان کړی،له خلکو دې عمومی بښنه وغواړی

د پخوانی خبریالې او د ښځو د حقونو فعالې تورپیکۍ نظامی سره مرکه طالبان ددې پرځاى چې عمومی عفوه اعلان کړی،له خلکو دې عمومی بښنه وغواړی ځکه دوى لکه زما پلارډېر بې ګناه افغانان ووژل،زه د یوې لور په توګه هیڅ کله طالبان نه بښم…. پورته وینا د افغان پوځ د یو سرتېرې د لور […]

د پخوانی خبریالې او د ښځو د حقونو فعالې تورپیکۍ نظامی سره مرکه

طالبان ددې پرځاى چې عمومی عفوه اعلان کړی،له خلکو دې عمومی بښنه وغواړی ځکه دوى لکه زما پلارډېر بې ګناه افغانان ووژل،زه د یوې لور په توګه هیڅ کله طالبان نه بښم….

پورته وینا د افغان پوځ د یو سرتېرې د لور ده چې د طالبانو لخوا په ځانمرګی برید کې ووژل شو.

د هغې د ژوند او نورو خبرو لپاره پاتې مرکه لوستلى شٸ.

تورپیکۍ حقیار نظامی چې د طب پوهنځی تر اتم سمسټر پورې یې زده کړې کړی اود طالبان راتګ سره یې لوړو زده کړو ترسراوې ارمان زړه کې پاتې شو او د ژورنالېزم ډګر کې لس کالنه کاری تجربه لری د خپل کار او فعالیت په اړه د افغان ښځو خبرې آژانس سره په مرکه کې وویل:

خبریاله:که د خپلو زده کړو په اړه مو ووایاست؟څومره زده کړې مو کوی او کومې دندې مو اجراء کړی دی؟

تورپیکۍ نظامی:زده کړې مې د طب پوهنځی تر اتم سمسټر پورې وکړې نورې په نیمایی کې پاتې شوې.

خپله مې د افغانستان په مختلفو داخلی او نړیوالو ادارو سره کار کړى دى.

خبریاله:دا چې افغانی ټولنه سنتی ټولنه ده نولومړۍ دنده مو څنګه پیل کړه؟کومو ستونزو سره مخ شوٸ؟څنګه مو ورسره مبارزه وکړه؟

آغلې نظامی:خپله لومړنۍ دنده مې د واکسیناتورې په توګه پیل کړه، د ډېرو ستونزو او ننګوونو سره مې پیل کړه ځکه هغه مهال زه د شپږم ټولګی زده کوونکې وم.

له بله پلوه زمالومړۍ تجربه مې وه او ډېرى داسې کورنۍ وې چې دې ته یې زړه نه ښه کاوه چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړی او دا یې حرام ګڼل.

خبریاله:د خپلو نور دندو په تړاو کیسه وکړٸ چې کوم فعالیتونه مو ترسره کړی او کومو ستونزو سره مخ شوٸ؟

آغلې نظامی: شااوخوا لس(۲۰)کاله مې په رسنیو کې کارکړى.

دا چې په افغانستان کې مدنی فعالیتونه او یا په رسنیو کې کار کول د یونجلۍ لپاره چې سنتی ټولنه ده له ستونزو خالی نه دی نو زه هم له ډېرو ننګوونو او کورنیو ستونزوسره مخ شوم.

ما نه یوازې چې پخپله کورنۍ کې مبارزه وکړه بلکې د ټولنې د افرادو،په کاری ماحول کې منفی فکره اشخاصواو د خپل کار مخالفینو سره مې ډېره مبارزه وکړه.

دغه لس کاله که څوک یاد کړی نو لس دقیقې که د چا لپاره ځورونکې وی څومره به سخته وی! مونږ مخامخ ورټل شو آن ماته د مرګ ګواښونه شوی دی.

خو د ټولې لس کلنۍ مبارزې په جریان کې ما ډېر څه ترلاسه کړل د همدې مبارزې په نتیجه کې ما ډېر پرمختګ وکړ، ډېره مخته لاړم،په محلی او نړیوالو دفاترو کې مې کار وکړ لکهUN Habitat,WFP او نورو اورګانونو کې مې د ښځو لپاره د جمهوریت تر سقوطه کار وکړ او د طالبانو راتګ سره زما کارونه توقف شول.

خبریاله:د دندې پرمهال له کومو ستونزو سره مخ شوٸ؟

آغلې نظامی:ټولنه له ستونزو څخه ډکه ده او د ښځو د کارکولو په وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دی که څه هم زه له ډېرو ستونزو سره مخ شوم خو له نیکه مرغه د ټولو ستونزو پر وړاندې مې په زغره ودرېدم او په دې تمه کېنه ناستم چې زما حق ماته بل څوک راکړې،بلکې پخپله مې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او خوشبختانه خپلې مبارزې کې تر ډېره بریالی وم،کالونه کالونه مې کار وکړ او پخپلې سویه کې مخ ته تللې وم.که څه هم ما د ډېر ټیټ پوزیشن(بست)نه کار پیل کو خو ورو ورو په داخلی او نړیوالو موسساتو کې مې په لوړو موقفونو دنده ترسره کړه چې دا زما د مبارزې یوه برخه وم.

خبریاله:د دندې د یوې خاطرې په اړه راته وویاست!

آغلې نظامی:ترټولو جالبه او دردونکې خاطره زما لپاره دا وه چې یو ورځ مو د یو کور دروازه وټکوله او اجازه مو ترې وغوښتله چې ستاسو ماشومانو ته واکسین کوو،له بدبخته هغوى د “نه”ځواب راکړ.

ما د قناعت لپاره ډېرې خبرې ورته وکړې خو قانع نشول او بلاخره راپسې یې د خپل کور سپى راخوشې کړ او تر دوو کوڅو یې راپسې منډې ووهلې.

خبریاله:تاسو لوى ملاتړ څوک و/وه؟

آغلې نظامی:په دې مبارزه کې زه یوازې نه وم تر ډېره زما ملاتړاو تشویق زما والدصیب(پلار) کړى دى چې وروسته مې خویندو-ورونو زما ملاتړ وکړ که څه هم په لومړیو کې زما مخالف و خو وروسته یې زیاته هڅولم چې له امله یې ما خپل کار ته ادامه ورکړه او لا نور پرمختګونه مې وکړل.

خبریاله:اوس چیرې ژوند کوٸ؟که مسافره شوٸ ولې؟د مسافرۍ ژوند درته څومره سخت او بدل و؟

آغلې نظامی:زه فعلا د فرانسې په پاریس ښار کې اوسېږم،ځکه په وطن ډېر سخت شرایط راغلل،خپله د طب پوهنځی اتم سمسټر محصله وم،برحاله دنده مې درلوده،بدبختانه د طالبانو حکومت په راتګ سره مې هرڅه وځنډېدل.

دنده مې له لاسه ورکړه،پوهنتون مې بند شو نو وطن راته سور اورګرځېدلى و،ځکه یوڅوک پخپل وطن کې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو توان ونه لری،د زده کړو د دوام توان ونه لری،دحاکمې ډلې سره د مبارزې شونتیا نه وی ځکه طالبانو تېر حکومت دریځ ته په کتو چې د ښځو په وړاندې یې درلوده دا ثابته شوې وه چې دوى به ښځې ځپی، او د هېچا خبرو ته غوږ نه ږدی،ما د خپلو سترګو په وړاندې خپله دنده له لاسه ورکړه،پوهنتون مې وتړل شول،بې شماره محدودیتونه د ښځمنتوب له امله راباندې وضع شول،خاوند مې دنده له لاسه ورکړه، نو زه مجبوره شوم وطن پرېږدم.که چیرې زه پاتې شوې وى ممکن ډېر بد وضعیت راباندې راغلى وى،ځکه زه یوه مور وم نه یوازې دا چې خپل ژوند مې تأمین کړى وى باید خپل اولاد ته مې هم د ښه ژوند زمینه برابره کړى وى او ځانته مې روښانه راتلونکى ټاکلى وى.

د خپل وطن پرېښودل راته ډېره دردونکې او سخته وه داسې لکه خپل مور چې له لاسه ورکوم.

مسافری ډېره سخته ده خصوصا په اولو کالونو کې بیا په داسې حال کې چې دین یې ستا د دین سره په ټکر کې وی،ژبه او فرهنګ یې ستا له ژبې او فرهنګ توپیر ولری نو ژوند کول ډېر سخت دى ځکه ژوند د پرمختګ په عروج کې چې ناببره صفر ته ښکته شی نو ډېره سخته ده چې بیا یې له سره پیل کړې لکه د سمندر پرغاړه له شګو د کور جوړول داسې چې د سمندر یوه څپه یې له ځانه سره ړنګ کړی چې زما تېر فعالیتونه ددې مثال په شان بدل شول او ژوند راته له ستونزمن نه ستونزمن شو خو بیا هم خوشبینه یم چې راتلونکی کې به ښه ژوند او سترې لاسته راوړنې ولرم.

که چیرې زه دلته د کور میرمن شوم، کار او زده کړې ونکړم نو اولادونه به مې په ارامه ټولنه کې لوى او وروزل شی ځکه مونږ د مور په نس کې د بمونوغږ نه ارامه نه و،د مور په غېږ کې د بم له غږه ارمه نه وو،ماشومتوب مو د بم غږونو اورېدو کې تېر کړ د چاودنو غږونو او د جنګ په فضاء کې لوى شو،ځوانان شو په جګړې او چاودنو کې مو ډېر خپلوان،عزیزان او وطنوال له لاسه ورکړل،ډېر یې د وېر په ټغر کېنولو نو زما مسافرت به زما د اولادونو لپاره لویه ګټه دا وکړی چې اولادونه به مې د هغه وحشت او تشدد چې افغانستان کې کېده شاهدان نه وی،د بم غږ به یې نه ځوروی او ان شاءالله ښه به تربیه شی او خپل هیواد ته به د خدمت جوګه شی.او راتلونکى نسل به د منفی فکرونو څخه لرې په مثبت فکر سمبال نسل وی،چې د ورانۍ،بربادۍ اوترهګرۍ فکرسره نه لویېږی.

خبریاله:د سفرخاطره (جالبه،ترخه،خوږه)کیسه وکړٸ!

آغلې نظامی:د مسافری ژوند د خاطرو ډک دى خو زما لپاره ترخه خاطره داده چې زما فرانسوی نده زده او دوى انګلیسی نه وایی،اوس مې ډېر څه زده کړی او خو په اوله کې راته ډېر مشکل و ځکه دوى سره په خبرو نه پوهېدم مابه چې کله لدوى پوښتنه په انګلسی کوله نو دوى به ځواب نه راکاوه زه به ډېره خفه کېدم چې کاش خپل وطن مې وى چې په خبرو خو به سره پوهېدو.

خو جالبه راته دا وه چې کله زه نوې دلته راغلم نو زما زوى ناروغ شو او بستر شو،زه لاړم ډاکتر ته دا چې دلته بس خپل مشخص تمځاى لری او هلته ودرېږی، خلګ ورته انتظار کوی خو زه بل ځاى ولاړه وم او بس ته به مې اشارې کولې چې ودرېږه،بلاخره د بس ډریوار راته په لاس اشاره وکړه چې ته څه وایې؟ترڅو چې مې تر سټاپ پورې ځان رساوه بس راڅخه لاړه،هلته زه پوهه شوم چې دلته بس چاته هرځاى نه ودرېږی بلکې مشخص ځاى لری.

خبریاله:څه مجبوره کړٸ چې هیواد پرېږدٸ؟

آغلې نظامی: وایی چې:څوک په رضا له ملکه نه ځی

یا ډېر غریب شی یا د یار له غمه ځینه.

مونږ هم پوه شو چې د وطن وضعیت ورځ تربلې خرابېږی،اقتصاد ضعیفه کېږی،زده کړې نه کېږی،پرمختګ پکې نه کېږی،راتلونکى به مې د نا آشنا برخلیک سره مخ کېږی،سربه مې خوندی پاتې کېږی که نه،د ځانه د خپل خاوند په هکله ډېره په تشویش کې وم چې ژوندى به پاتې کېږی که نه؟

هماغه و چې مونږ د ذهنی او فزیکی امنیت احساس مو نه کاوه،د پرمختګ څرک نه و،د طالبانو تېر دور کیسې مو له مشرانو اورېدلې وې چې د واک توره دوره یې تېره کړې وه،مونږ ته هم هماغه وحشت یو ځل بیا سترګو ته ودرېد نو مجبور شو وطن پرېږدو.

خبریاله:؟سفر پرمهال مو څه احساس کاوه؟

وطن پرېښودل درته څومره سخت و؟

آغلې نظامی:وطن پرېښودل ډېر ګران کار دى، ما مخکې هم وویل چې د وطن پرېښودل د مور پرېښودل دی څوک چې له موره لرې وی څومره ډېر درد لری،که څه هم دلته د ژوند ډېر سهولتونه شته خو هغه خوند چې زما په خړه خاوره کې دى دلته نشته.

خبریاله:طالبانو عمومی عفوه اعلان کړې وه نو تاسو ولې د امنیت احساس نه کاوه؟

آغلې نظامی:د طالبانو عمومی عفوې په تړاو باید ووایم چې طالبانو کوم شوم اهداف چې درلودل ترلاسه یې کړل.

دوى ډېر ځوانان پکې له منځه یوړل،د ملی اردو سرتېرې یې په یو نوم او بل نوم شهیدان کړل.د ډېرې نجونو مړى ژوندى ورک شو.

د طالبانو عمومی عفوه یوازې هغه کسانو لپاره وه چې له مخکې نه ددوى سره په لین کې وو پا هغه کسانو لپاره وه چې نه یې په تېر حکومت کې دنده وه او نه یې په دې حکومت کې;طبعا نو دوى هغوى سره حسابی نه لری چې غچ ترې واخلی.تاسو وګورٸ اوس وخت کې کله د غلو په نوم د یو او بل چا کور ته اوړی،ځوانان وژنی دا همدوى دی او یا ورسره لاس لری;نو زه د طالبانو په عمومی عفوې باورمنه نه یم ځکه مونږ ډېر فعاله ځوانان چې ددې هیواد پرمختګ کې ونډه درلوده،کار یې کړى وبندی، شکنجه او ووژل شول.

خبریاله:تاسوپخپلو خبرو کې وویل چې ستاسو ستر ملاتړى ستاسو پلار و هغه مو څنګه له لاسه ورکړ؟څنګه و د هغه د لاسه ورکول؟ د هغه د شهیدولو برید چا پر غاړه واخیست؟

آغلې نظامی:زما بهترین ملاتړ زما پلار جان چې د هیواد ساتونکى و له بده مرغه هغه په ۲۰۱۸م کال کې د همدوى(طالبانو)لخوا شهید شو.

که هرڅومره دوى ځانونه سپین کړی زما ترې کرکه کېږی ځکه دوى زما پلارچې بې ګناه و،وطن دوسته شخص و،خاین نه و،مفسد نه و شهید کړ.

دوى نه یوازې زما پلار، بلکې زما پلار ته ورته ډېر ځوانان او وطنوال یې ووژل او لا یې هم وژنی.

خبریاله:آیا د خپل پلار قاتلین به د هغه د یوې وراثې په توګه وبخښٸ؟

آغلې نظامی:زه د یوې لور په حیث د خپل پلار قاتلان هیڅکله نه بخښم،که چیرې ماته مشخص شی چې دا شخص زما د پلار قاتل دى نو ډېر په بد مرګ به یې له منځه یوسم سره ددې چې زه د وینې تویولو طرفداره نه یم،ما د یوې جرګې حلال ندی لیدلی خو دا چې له ما یې پلار ډېر بې وخته واخیست،زما هیلې یې ووژلې،ډېر پرمختګونه او فرصتونه مې له لاسه ورکړې دی او هغه اهداف او پلانونه چې ما او زما کورنۍ د راتلونکی لپاره درلودل د پلار نشتون له کبله موله لاسه ورکړل هیڅکله به هم د پلار قاتل ونه بښم.

خداى تعالى په قرانکریم کې فرمایلی چې” آن کافر هم بې ګناه مه وژنٸ”بیا زما پلار خو بې ګناه و او کلمه یې ویل کله چې یو څوک پاڅېږې خپل د کلمې ورور وژنی دا د بښلو نه ده.

زما پلار د یولس کسېزې کورنۍ سرپرستی پرغاړه لرله چې دوى وواژه داسې یې ډېر خلک وژلی چې اغېزې یې اوس هم د خلکو په ژوندانه محسوسېږی اصلا دوى باید له ټولو عمومی عفوى وغواړی،نه دا چې د خپل ځان لخوا عمومی عفوه اعلان کړی.

خبریاله:اوس وخت کې دافغانستان کې د افغان ښځو وضعیت څنګه ارزوٸ؟

آغلې نظامی:په اوس وخت کې افغان ښځې او نجونې ډېر بد وضعیت کې قرار لری ځکه ددوى د پرمختګ لپاره لومړۍ دروازه د ښوونځی دروازه ده چې د نجونو په وړاندې تړل شوېده،دوهم د پوهنتون دروازه ده هغه هم تړل شوې ده او دریم ګام چې د پوهنتون ثمره ده دنده ترسره کول دی چې له بده مرغه طالبان ورته اجازه نه ورکوی.

اوس وخت کې افغان ښځې مثال لکه په قفس کې بنده مرغۍ چې هیڅ پرواز ته نه پرېښودل کېږی چې دا د طالبانو خپل خوښه نده بلکې پردۍ آمر او پروژه ده چې غواړی افغانان ترډېره وخته وروسته پاتې کړی.

زه په دې وېرېږم چې داسې وخت به راشی چې ښځو ته به ولادت هم نارینه ورکوی،معاینات به هم نارینه کوی.

کله چې یو نجلۍ د تعلیم او کار اجازه ونه لری طبعا وخت راشی چې د ښځو اړوند ټول کارونه نارینه وکړی.

ددوى په حکومت کې ښځه سپکه شوه،په بازار کې وړې نجونې وپلورل شوې،په بدو کې واده شوې،په کم عمرکې واده شوې.

آن زمونږ نږدې ملګرو ته د موجوده حکومت چارواکو لخوا د واده او ناوړه اړیکو وړاندیزونه شوی دی،هغوى ځورول شوی،آن طالبانو په زور د دوهمې- دریمې ښځې په توګه په نکاح کړی کړی دی.

مونږ شل کاله مبارزه وکړه خو طالبانو هر څه له منځه یوړل او زمونږ هیلې یې بربادې کړې.

خبریاله:افغان ښځو ته څه کول پکار دی؟څنګه د حالاتو سره مبارزه وکړی؟

آغلې نظامی:افغان ښځې خوارانې به څه وکړی؟

هغه حکومت ،چې هلته د سړیانو زورواکی ده،هلته چې د حق نعره ډپ کېږی،که څوک د حق لپاره غږ پورته کړی نو دستی یې په خوله باندې لاس اېښودل کېږی ،یا یې په سر ټوپک کېښږدل کېږی او د مرګ ګواښ ورته کېږی نو څه به وکړی چې خپل حق لاسته راوړی؟

زما ګیله له افغان ورونو کېږی چې ولې د خور او لور پر سر غیرت نکوی او تر کومه به د ناورا کړنو په مقابل کې چوپ یاست او زغمٸ به یې؟

کله چې ستاسو خویندې ښوونځی ته نه پرېښودل کېږی تاسو هم ښوونځی ته مه ځٸ!

کله چې ستاسو خور پوهنتون ته نه پرېښودل کېږی تاسو پوهنتون مه وایٸ!

کله چې ستاسو خور د یتیمو اولادونو سرپرستی پرغاړه لری او بل نارینه نه لری چې رزق ورته وګټی له کار منع کېږی نو د هغې خور په خاطر مو د دفترونو دروازې وتړٸ!

تاسو باید طالبانو سره په جرګه شٸ،دلایل ورته ووایٸ، له هرې ممکنې طریقې کار واخلٸ څو د ښځو حقونه ورته بېرته واخلٸ! یو څو کسان قربانی ورکړٸ خو په لکهاوو افغان ښځو حقونه او د راتلونکی نسل ژوند وژغورٸ!

زه دعا کوم چې خداى دې د طالبانو سترګې خلاصې کړی څو پر ښځو وضع شوی محدودیتونه چې دوى تر فشار لاندې راوستی لرې کړی.

تاسو وګورٸ د طالب چارواکو لورګانې په نړیوالو پوهنتونو کې لوړې زده کړې کوی او افغانه نجلی چې وس نه لری دلته زده کړو نه نه پرېښودل کېږی.

که دوى د دین دعوه کوی نو اسلام دا اصل دى چې څه ځانته خوښوې نورو ته یې هم خوښوه خو بدبختانه چې دوى د اسلام سره په ټکر کې روان دی،خپل اولادته ښه ژوند،زده کړې غواړی خو نور افغان اولادونه یې ترې منع کړی دی، دوى په اورکې سوځوی فرض تعلیم یې پرې حرام ګرځولى دى.

له افغانو ښځو څخه بیا په ځانګړې توګه هغه ښځې چې له اسلامی شریعت څخه خبرې دی،د دینی مدرسو ښوونکې دی د دین له اړخه دی د طالبانو سره بحث وکړی او طالبانو ته دې قناعت ورکړی څو د ښځو حقونه ورکړی.

ما غوښتنه له هغو موسساتو چې افغانستان کې کار کوی که دوى ښځې کار ته نه پرېږدی نارینه مه ګمارٸ!تاسو لږه په دوى سخته راوړٸ چې دوى خپله دا حالات ومنی.

هلته چې ښځه زدکړو،تحصیل او کار ته نه پرېښودل کېږی څومره تیاره هیواد به وی،څومره تیاره ټولنه به تشکیلېږی.

خبریاله:د افغان ښځو مثبت پرمختګ ته څومره خوشبینه یې؟څنګه؟

آغلې نظامی:هغه ټولنه کې یو ښځه ځان خوندی احساس نکړی،کله چې ورته زنګ وهی ډارېږی درته،لدې وېرې چې څوک یې په کور وانه وړی،بې حجابه او بې پردې یې نه کړی،بندی او شکنجه یې نکړی څنګه د پرمختګ هیله لرې؟

هغه ټولنه کې چې له زده کړو منعه شوې وړې خویندې په دې اوښکې تویوی چې نور ښوونځی ته نشی تللى څنګه د پرمختګ هیله لرلى شې؟

خو که چیری موجوده حاکمې ډلې دینی عالمانو سره د دین له اړخه بحث وکړی او قناعت ورکړی چې د ښځو مشروع آزادۍ ورکړی نو د پرمختګ لپاره یې یو څه خوشبینه کېداى شو.

خو طالبانو اوس د ښځو ژوند تر کورنی تجارته محدود کړى داسې،چې جرګه وساتی هګۍ یې وپلوری،غوا وساتی او شیدی یې وپلوری.

خو د علمیت له نګاه نه یې هیڅ دروازه ورته خلاصه نه ده پرېښې.

زه تمه لرم چې دا حالت دوام ونکړی،یو ورځ حالات بدل شی او یوه باثباته ټولنه ولرو خو دا هله شونې ده چې د بې عدالتیو په وړاندې مو ورونه ګونګ پاتې نشی او په خیرو خوشحالۍ سره ستونزې حل شی نو مونږ به یو پرمختللې،له جګړې پاکه،باعلمه او ښه ټولنه چې د تېر په څېر نېک نړیوال شهرت ولری،ولرو،ان شاءالله!

پاى