د جلالاباد ښاروالۍ مسوولان وایې، چې د روان لمریز کال(۱۴۰۲) له پیله یې تر دې مهاله په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې ۲۳ ناپېژانده مړی خښ کړې دی. د ښاروالۍ ویاند بختیجان مراد وایې، دا مړی یې په ننګرهار کې د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ له پوره […]
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولان وایې، چې د روان لمریز کال(۱۴۰۲) له پیله یې تر دې مهاله په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو په بېلابېلو برخو کې ۲۳ ناپېژانده مړی خښ کړې دی.
د ښاروالۍ ویاند بختیجان مراد وایې، دا مړی یې په ننګرهار کې د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ له پوره ارزونې وروسته د جلال اباد ښار جنوب لور ته په مقام خان هدیره کې خاورو ته سپارلی دی.
د مراد په وینا تېر کال یې هم ۵۵ ناپېژانده مړی چې کورنۍ یې معلومې نه وې خښ کړې وو.
د مالوماتو له مخې واک ته د طالبانو په رسیدو سره د ننګرهار په ګډون دهیواد مرموزې وژنې او د کسانو د ورکېدو پېښې زیاتې شوې دی.