جلال اباد ښار کې انسان تښتوونکو یو ۳ کلن ماشوم وژلی
جلال اباد ښار کې انسان تښتوونکو یو ۳ کلن ماشوم وژلی

ځایې سرچینې وایې، چې په جلال اباد ښار کې انسان تښتوونکو یو درې کلن ماشوم وژلی دی. د وژل شوی ماشوم یو خپلوان زبیر وایې، وژل شوی ماشوم محمد الیاس نومیده چې د انګار مومند زوی و، چې په اصل د ننګرهار د بټی کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی و، خو اوس مهال جلال اباد ښار کې […]

ځایې سرچینې وایې، چې په جلال اباد ښار کې انسان تښتوونکو یو درې کلن ماشوم وژلی دی.

د وژل شوی ماشوم یو خپلوان زبیر وایې، وژل شوی ماشوم محمد الیاس نومیده چې د انګار مومند زوی و، چې په اصل د ننګرهار د بټی کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی و، خو اوس مهال جلال اباد ښار کې اوسیدل.

د نوموړی په خبره یاد ماشوم څلور ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې قصبې سیمې عید ګاه جومات څخه اختطاف شوی و او نن یې جسد د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې کورنۍ موندلی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې اختطاف کوونکو د یاد ماشوم په بدل کې د زیاتو پېسو غوښتنه کوله، چې کورنۍ یې د ورکولو وس نه درلوده.

زبیر زیاتوی:« دغه وژل شوی ماشوم الیاس نومیده او شاوخوا درې کلن به و، دا څو ورځې مخکې د عیدګاه مسجد له مربوطاتو تښتول شوی و؛ بیا به اختطاف کوونکو د کورنۍ زیاتې پېسې غوښتې، خو دوی د ورکړې توان نه درلوده او غلو ورته ویلی و، که پېسې رانه کړې ماشوم وژنو.»

د وژل شوی ماشوم کورنۍ له طالبانو غوښتنه کوی، چې د یادې پېښې عاملین دی ونیسی او د مرګ په سزا یې ورسوی.

ننګرهار کې چارواکی هم یاده پېښه تائیدوی او وایې، په اړه یې پلټنې پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورورستیو کې د ننګرهار په مرکز او وسلوالیو کې وسله والو غلو زیاتیدو عام خلک اندیښمن کړی دی.