حامد کرزی یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه
حامد کرزی یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو زده کړو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی یو ځل بیا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړی ډول د پوهنې په برخه کې د موثرو اقداماتو غوښتنه وکړه او په ملی یووالی یې په ټینګار سره په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره ملی تفاهم یو اړین […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی یو ځل بیا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړی ډول د پوهنې په برخه کې د موثرو اقداماتو غوښتنه وکړه او په ملی یووالی یې په ټینګار سره په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره ملی تفاهم یو اړین کار وباله.

کرزی د سه شنبې په ورځ “د جنورۍ په ۳۰مه” هم په ایکس شبکه کې وویل چې د پوهنې په برخه کې یې له یو شمېر فعالو ښځو سره وکتل او د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره یې د نجونو د تعلیم او لوړو زده کړو د اړتیا په اړه خبرې وکړې.

حامد کرزی یو ځل بیا د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه حیاتی مسئله بللې ده.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې، کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، افغان نجونې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې له زده کړو منع شوې وې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې هم افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع شوې وې.

خبرگزاری زنان افغانستان