حامد کرزی د ملګرو ملتونو د سرمنشی له استازی سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
حامد کرزی د ملګرو ملتونو د سرمنشی له استازی سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ملګرو ملتونو د سرمنشی له استازی سره د کتنې پر مهال ویلی، چې دی له طا.لبانو غواړی، چې افغان نجونو ته اجازه ورکړی، چې ښوونځی ته ولاړ شی. حامد کرزی په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی له استازی فریدون سینیرلی اوغلو سره په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ملګرو ملتونو د سرمنشی له استازی سره د کتنې پر مهال ویلی، چې دی له طا.لبانو غواړی، چې افغان نجونو ته اجازه ورکړی، چې ښوونځی ته ولاړ شی.

حامد کرزی په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی له استازی فریدون سینیرلی اوغلو سره په کتنه کې همداراز زیاته کړه چې په هېواد کې د ملی تفاهم غوښتونکی دی. په دې کتنه کې دواړو لورو په هرات ولایت کې د وروستیو طبیعی پیښو او د زلزله ځپلو د حالت په باب هم خبرې وکړې.

کرزی دا هم وویل چې هغه په ​​افغانستان کې د ملګرو ملتونو د “اغیزمن رول” ستاینه کوی. دا په داسې حال کې ده چې څه دپاسه دوه کاله کیږی چې د طا.لبانو د حکم له مخې له شپږم ټولګی څخه پورته افغانی نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوی او د پوهنتونونو دروازې هم د دغو نجونو پر مخ تړل شوې دی.

باید وویل شی، چې د طا.لبانو د دې کړنې په غبرګون کې حامد کرزی او نورو کورنیو او نړیوالو چارواکو په وار وار له دغې ډلې غوښتی، چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزی او علم ته د لاسرسی اجازه دې نه اخلی.

خو په ورته وخت کې د طا.لبانو ډلې له شپږم ټولګی څخه د پورته نجونو لپاره د ښوونځیو د تړلو په اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې، سره له دې چې د دغې ډلې له واکمنۍ دوه کاله تېرېږی او هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې کوم مثبت ګام اخیستی دی. په دې برخه کې یې له ځانه کړنې نه دی په ډاګه کړی

د یادولو وړ ده چې د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې تر شپږم ټولګی پورې ښځینه زده کوونکی ښوونځی ته له تلو منع دی.

د طا.لبانو د ډلې د رپوټونو پر بنسټ، دوی د زورواکو محدودیتونو په لګولو سره د افغان ښځو د محدودولو او له منځه وړلو په لټه کې دی او غواړی د پخوانۍ دورې د تسلط سیاست ته دوام ورکړی.