حامد کرزی یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه وکړه
حامد کرزی یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه وکړه

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه دوام لری، د هېواد پخوانی ولسمشر یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه وکړه. د افغانستان پخوانی ولسمشر نن “شنبه د اسد ۲۸ مه” د هېواد د خپلواکۍ […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه دوام لری، د هېواد پخوانی ولسمشر یو ځل بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان پخوانی ولسمشر نن “شنبه د اسد ۲۸ مه” د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱.۴ کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزی.

کرزی وویل، په هېواد کې د سولې او ثبات، پرمختګ او د نورو له اړتیا څخه د خلاصون لپاره، د علم حاصلول یو اړین کار دى او یوازې په دې برخه کې د پوهې له لارې زمینه برابرېداى شی.

هغه زیاته کړه: “زموږ د ګران هیواد له ټولو خلکو هیله کوم چې د هلکانو او نجونو په ګډون د خپلو بچیانو د تعلیم په برخه کې پوره هڅې وکړی او په دې تاریخی ورځ یو ځل بیا له طالبانو څخه غوښتنه کوم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دی ژر تر ژره دنجونې پر مخ خلاصې کړئ او په ټول هیواد کې د هرچا لپاره د زده کړې زمینه برابره کړئ ترڅو موږ د نورو اړتیاوو څخه د ځان په خلاصولو سره واقعیا خپلواک او پر ځان بسیا شو.

کرزی یو له هغو شخصیتونو څخه دی چې د بشری حقونو د نورو مدافعینو ترڅنګ یې په ځلونو له طالبانو غوښتی چې د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو دروازې پرانیزی، خو دغې ډلې تر اوسه د دغه واک د مکررو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د یادولو وړ ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته تر شپږم ټولګی پورې د نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړې او په بل ډول یې په پوهنتونونو کې د ښځو د زده کړې مخه ونیوله.