ختیځ کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
ختیځ کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

نن( شنبه ۱۷ د چنګاښ )د یونسیف او روغتیا نړیوالې ادارې په مالی ملاتړ د ننګرهار ولایت په شمول په ختیځ زون کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو. په ننګرهار کې د کتلوی معافیت عمومی مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وایی دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړی، چې پرمهال به یې په […]

نن( شنبه ۱۷ د چنګاښ )د یونسیف او روغتیا نړیوالې ادارې په مالی ملاتړ د ننګرهار ولایت په شمول په ختیځ زون کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.

په ننګرهار کې د کتلوی معافیت عمومی مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وایی دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړی، چې پرمهال به یې په کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې به ۱,۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا فلج ضد واکسین تطبیق شی.

د نوموړی د مالوماتو له مخې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د پولیو ۵ مثبتې شوی چې ټولې یې په ننګرهار کې دی.

دغه ولایت کې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه په کوټ، دویمه یې په بټی کوټ، دریمه یې په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه یې تازه په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.
روغتیایی چارواکی اندیښنه لری او وایې، په ختیځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دی.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دی، چې دغه ناروغی پکې شته او د نورو لاملونو سربیره دخلکو له لوری واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږی.