سره له دې چې روغتیاپالان کرونا ګواښوونکې ناروغی بولی، خو بیا هم ځینې خلک دا کیسه بابیزه ګڼی او د ځانساتنې او خوندیتوب لهپاره اقدام نهکوی. په دې راپور کې مو په ختیځ کې هغه اوازې راټولې کړې دی چې ځینې کورنۍ یې په ناغوښتلې توګه له واکسین کولو راګرځولې. د ننګرهار ولایت لرې پرتې […]
سره له دې چې روغتیاپالان کرونا ګواښوونکې ناروغی بولی، خو بیا هم ځینې خلک دا کیسه بابیزه ګڼی او د ځانساتنې او خوندیتوب لهپاره اقدام نهکوی.
په دې راپور کې مو په ختیځ کې هغه اوازې راټولې کړې دی چې ځینې کورنۍ یې په ناغوښتلې توګه له واکسین کولو راګرځولې. د ننګرهار ولایت لرې پرتې دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکې شازیه یوه له هغو مېرمنو ځینې ده چې د شایعاتو تر اغېز لاندې راغلې او د کرونا واکسین لګولو ته یې زړه نهدی ښه کړی.
نوموړې وایی، په کلی یې اوازه وه او اوس هم له خلکو اوری چې د کرونا واکسین ښځې شنډوی او له همدې وېرې یې له واکسین ډډه کړې ده.
شازیه زیاتوی:« زموږ کلی کې به خلکو ویلې دا چې څوک وکړی، یو یا دوه بچی راوړی او یا یې بیخی نهراوړی، دا نور ملکونه غواړی چې زموږ د هېواد نسل کم شی، نو ځکه مې ونهکړه، بل دا چې خلکو ویلې چې دا واکسین د زړه او نور تکلیفونه پیدا کوی او خلک مړه کوی.»
بل لور ته بیا کومو کسانو چې د کرونا ناروغی تېره کړې او ترې ترخې خاطرې لری، واکسین د مخنیوی تر ټولو اسانه لاره چاره بولی.
د جلال اباد ښار اوسېدونکې نوریه د همدغو مېرمنو له ډلې ده. نوموړې د واکسینو په تړاو اوازې ناسمې بولی او له خلکو غواړی چې واکسین وکړی. دغې مېرمنې چې څه موده مخکې واکسین کړی، زیاتوی چې د کرونا د وقایې تر ټولو اسانه او مناسبه لاره چاره واکسین دی.
نوریه زیاتوی:« چې واکسین وکړو، دوه یا درې ورځې لاس درد کوی، بېرته ښه کېږو. مخکې به زه خپله ډېر ه زکام کېدم اوس بیخې ښه شوې یمه، بیخی زکام کېږم نه، که عام واکسین وشی، نو ښه به وی ځکه شی چې خلک به له ستونزو خلاص شی.»
د ننګرهار په څېر د کونړ ولایت په لرې پرتو سیمو کې هم یو شمېر کورنۍ په دې باور دی چې د کرونا واکسین خلکو ته د ګټې پر ځای زیان اړوی، خو د همدغه ولایت اوسېدونکی شاه محمد بیا وړاندیز کوی چې د منفی تبلیغاتو او شایعاتو مخنیوی لهپاره باید د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شی.
شاه محمد زیاتوی:« د دې لهپاره چې منفی اذهان ختم شی، نو اړتیا ده چې د خلکو په فکرونو کار وشی او د کرونا واکسین په اړه معلومات وړاندې شی چې څه ګټه لری او څه د پاره دی.»
له دې سره هممهاله ډاکټران اوس هم کرونا یو لوی ګواښ بولی او له خلکو غواړی چې په اوازو باور ونهکړی. ډاکټره ساجده مومند همدغو اوازو ته په اشاره وایی، که چېرې خلک واکسین ونهکړی په حقیقت کې له خپلې روغتیا او ژوند سره په لوی لاس لوبې کوی.
مومند زیاتوی:«واکسین باید عام او خاص خلک وکړی، ځکه کرونا مرض شته دی، دا بېځایه اوازې چې دی دا ناسمې دی، واکسین باید وشی، که د مرض مخنیوی ونهشی بیا یې تداوی سخته ده، ځکه هم به مالی زیان او هم ځانی زیان ووینی، د کرونا نوی ټایپ خطرناکه دی او داخلی زیان اړولی شی.»
بل لور ته روغتیایی مسوولین وایی، چې د عامه پوهاوی او واکسین تطبیق په برخه کې، افغانستان برلاسی دی او د هغو کسانو شمېر کم شوی چې واکسین نهکوی.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند نقیبالله رحیمی په دې اړه وایی: « د کرونا پېښې یو څه راکمې شوی، همدا لامل دی چې خلک یو څه په دې برخه کې بې پروا شوی وو، هغه زیانونه مو چې ولیدل په تېر کې نو هیله لرو چې خلک اوس هم کرونا جدی وګڼی.»
بل لورته بیا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایی، په افغانستان کې ۱۲ملیونه وګړو په واکسین ترلاسه کړی او دا ښیی چې دلته د واکسینو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوری ټاکل شوی هدف پور کړی.
د یادولو ده چې د روان میلادی کال له فبرورۍ راهیسې د هېواد په ۱۷ ولایتونو د کرونا واکسینو کمپاین هم پیل شوی، چې شاوخوا دوهنیم ملیونه افغانانو ته به د بوسټر ډوز یا د کرونا تقویتی واکسین ورکړل شی، چې په دې سره به په افغانستان کې د ټولو واکسین شویو کسانو شمېر ۱۴نیم ملیونه وګړو ته ورسېږی.