دبد اقتصادی وضعیت دوام،ننګرهار کې یوشخص ځان وژنه کړې
دبد اقتصادی وضعیت دوام،ننګرهار کې یوشخص ځان وژنه کړې

ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ښوونځی یو ملازم د اقتصادی ستونزو له امله ځان وژنه کړې. د سیمې اوسیدونکى احمد شاه وایی اسدالله چې په یو ښوونځی کې د ملازم په توګه دنده ترسره کوله د یکشنبې په سهار ځان د ځندۍ په وسیله وژلى. د هغه په وینا د۴۰کلن «اسدالله» د چپرهار […]

ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ښوونځی یو ملازم د اقتصادی ستونزو له امله ځان وژنه کړې.

د سیمې اوسیدونکى احمد شاه وایی اسدالله چې په یو ښوونځی کې د ملازم په توګه دنده ترسره کوله د یکشنبې په سهار ځان د ځندۍ په وسیله وژلى.

د هغه په وینا د۴۰کلن «اسدالله» د چپرهار ولسوالۍ په ګلدرې سیمه کې ژوند کاوه نوموړی د «هدیا خیل» لېسه کې د ملازم په توګه دنده ترسره کوله، تیره ورځ یې د اقتصادی ستونزو له امله خپل ځان په یوه ونه کې ځړولی او ژوند ته یې خاتمه ورکړې.
هغه زیاتوی مړ شوی کس پنځه زامن او پنځه لوڼې درلودې چې په دې وروستیو کې له بد اقتصادی وضعیت سره مخ و.

احمد شاه وایی :«اسدالله د یک شنبې په سهارځان په ونه کې ځړولی او مړ شوی ، لامل یې اقتصادی ستونزې وې ځکه معاش یې کم و او د کورنۍ مصارف یې زیات و.»

ننګرهار کې طالب چارواکو هم یاده پېښه تائید کړې او ویلی یې دی، چې یاد کس په دې وروستیو کې په روانی تکلیف اخته شوى و،ځکه یې ځان وژنه کړې.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته په هېوادکې د ځان وژنې پېښې د اقتصادی ستونزو،کورنی تاواریخوالی اوبېوزلۍ له امله په بېسارې توګه ډېرې شوې دی.