درې تنه خبریالان د طالبانو له بنده آزاد شول
درې تنه خبریالان د طالبانو له بنده آزاد شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼه کې د درې تنو خبریالانو د خوشی کېدو خبر ورکړى. د یاد مرکز د خبر له مخې په پکتیا کې د اریانا نیوز تلویزیون خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې د ازادخبریال پروېز سرګند چې په کابل کې بندی و، له درېیو اوونیو وروسته نن له […]

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼه کې د درې تنو خبریالانو د خوشی کېدو خبر ورکړى.

د یاد مرکز د خبر له مخې په پکتیا کې د اریانا نیوز تلویزیون خبریال حبیب الله سراب، په کونړ کې د ازادخبریال پروېز سرګند چې په کابل کې بندی و، له درېیو اوونیو وروسته نن له بنده خوشې شول.

ورسره هم مهاله په اروزګان کې د ملی تلویزیون خبریال شاه محمود همدرد چې په دغه ولایت کې بندی و، خوشې شوى دى.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د خلاصون د هرکلی کړى او د نورو خبریالانو او رسنیز کارکوونکو چې لا هم د طالبانو په بند کې دی، د ژر او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د افغان خبریالانو مرکز د سرچینې له قوله لیکلی ، چې یاد خبریالان د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د کابل د استخباراتو له زندان څخه خوشې شوی دی.

د یادو سرچینو په وینا، دغه خبریالان د ضمانت په ورکولو او له “منع شویو رسنیو” سره د کار نه کولو په اړه د طالبانو د حکم په رعایتولو سره له بنده خوشې شوی دی.

طالبانو په غیر رسمی ډول له افغانستان څخه بهر د ځینو نویو تاسیس شویو رسنیو سره چې د هیواد وضعیت تر پوښښ لاندې راولی، ورسره په همکارۍ بندېز لګولى.

دآریانا نیوز خبریال حبیب الله سراب د روان کال د اسد میاشتې په ۱۹ مه نیټه په پکتیا، آزاد خبریال پرویزڅرګندپه کنړولایت کې اود ملی تلویزیون خبریال شاه محمود همدرد چې د اسد په ۲۱مه نیول شوى و دطالب استخباراتو له خوانیول شو و پرون شنبه وروسته له غرمې له بنده آزاد شول.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز معلومات له مخې په فاریاب کې د افغان-فرانسوی خبریال مرتضى بهبودی د ملی راډیو یو خبریال او مدیر او په فاریاب کې د ممتاز راډیو مسوول امین الله عالمی لا هم په بند کې دی.

د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو څخه غوښتی چې ژر،بې قید او شرط بندی شوی خبریالان خوشی کړی.

په دې ورستیو کې د طالب استخباراتو لخوا د خبریالانو او رسنیز کارکونکو نیولو زور اخیستى چې تېره پنجشنبه په ننګرهار کې د کلید راډیو مدیرفقیرمحمد فقرزى او خبریال یې جان آغا صالح هم له شل ورځنی بند څخه وروسته خوشی شول.