دننګرهار پوهنتون یو محصل اوبووړی
دننګرهار پوهنتون یو محصل اوبووړی

چارواکی وایې، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د دویم کال محصل اوبو وړی او مړ شوی دی. د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایې، چې پېښه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند ډرونټی سیمه کې رامنځته شوې ده. د نوموړی په خبره یاد محصل محمد روحانی نومیده د سیند غاړې ته […]

چارواکی وایې، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د دویم کال محصل اوبو وړی او مړ شوی دی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایې، چې پېښه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند ډرونټی سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړی په خبره یاد محصل محمد روحانی نومیده د سیند غاړې ته د تفرېح او لامبو کولو لپاره تللی و، چې د کابل سیند اوبو ډوب کړی او له دوه ساعتو هلو ځلو وروسته ځایی خلکو یې جسد موندلی دی.
له دې وړاندې هم سیند کې ورته پېښې شوې دی.
د زابلی د مالوماتو له مخې یاد کس په اصل د ننګرهار اوسیدونکی و، خو اوس یې کورنۍ په کابل کې اوسیده او دی دلته ننګرهار پوهنتون کې په زدکړو بوخت وو.
د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ګرمۍ موسم په پېل سره دا ډول پېښې رامنځته کیږی، چې له امله یې ځوانان سیندونو ته د لامبو په موخه ځی، چې ګڼ یې د بې احتیاطۍ له امله د سیند ښکار کیږی.