دژمې راتګ او د راستانه شویوکډوالو سرپنا نشتون
دژمې راتګ او د راستانه شویوکډوالو سرپنا نشتون

خبرگزاری زنان افغانستان: په لنډ مهال پنډغالو کې ځاى پرځاى شوی افغانان چې له پاکستانه راستانه شوی دی د خـوندی سرپنا نشتون څخه شکایت کوی او اندېښنه لری چې په ژمې کې به ستونزو سره مخ شی. زرغونه چې څو اونۍ وړاندې له پاکستانه راستنه شوې وایی په کافی اندازه امکانات نه لری هغه زیاتوی”له […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په لنډ مهال پنډغالو کې ځاى پرځاى شوی افغانان چې له پاکستانه راستانه شوی دی د خـوندی سرپنا نشتون څخه شکایت کوی او اندېښنه لری چې په ژمې کې به ستونزو سره مخ شی.

زرغونه چې څو اونۍ وړاندې له پاکستانه راستنه شوې وایی په کافی اندازه امکانات نه لری هغه زیاتوی”له پاکستان څخه یې په په زور راوشړلو،دلته نه کور لرو او نه سامان چې ژوند پکې وکړو،خېمه کې به ترڅو اوسېږو دلته ډېر یخ دى،ماشومان مې د یخ له لاسه ناروغ شوی دی”

حشمت چې له پاکستانه راستون شوى وایی ورسره شوې مرستې کافی نه دی او اړتیا لری څو د ژوند کولو لپاره ورسره نورې مرستې هم وشی.

“خپل کور خپل کور وی خو که خوراک،څښاک لپاره هرڅه ولرې ژوند په کې کېږی،هلته مو ژوند جوړ و خو اخر یې هم راوشړلو دلته په راتلو خوشحاله یم خو څنګه چې مرسته راسره کړې لږه ده،مونږ سره دې نورې مرستې هم وشی څو پخپلو پښو ودرېږو او ژوند مو روان شی”

په د ننګرهار ولایت راستانه شویو افغانانو “عمری”کمپ د خدماتی کمېټې مسٶل حافظ محمد اسماعیل آغا رسنیوته ویلی چې پرون یې د خیریه بنسټونو په همکارۍ ۹۵۰تختې کمپلې،۵۰۰جوړې نارینه او ښځینه بوټان او جمپرونه او ۲۰۰تختې فرشونه ترلاسه کړی چې پرمستحقینو به وویشل شی.

څه موده وړاندې د یو خیریه بنسټ له لورې د راستانه شویو افغانان لپاره ۷۰کورنه جوړ شوی وو.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پرواګرام هم په د راستانه شویو کډوالو په وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

یاد پروګرام مشرې “سایووی لی” ویلی چې افغانان په داسې حال کې له پاکستانه افغانستان په زور شړل شوی چې هیڅ نه لری هغه وایی”په داسې حال کې چې سوړ ژمى راروان دى راستانه شوی افغانان هر څه تر شاه پرېښې، دلته(افغانستان کې)سرپناه نه لری،د خوړو نشتون او د ژوند اړین امکانات نه لری.

هغې زیاته کړې””دا کورنۍ په خورا خراب وخت کې راځی او په داسې یو هیواد کې له تیاره راتلونکی سره مخ دی چیرې چې دریمه برخه خلک نه پوهیږی چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه راځی. دا کورنۍ د خپلو کورونو او معیشتونو په پریښودو سره بیرته په داسې یو هیواد کې د ژوند پیلولو لپاره راځی چې دوی ته لږ اقتصادی فرصتونه لاسته راوړی او ډیری یې د ژوند کولو لپاره مبارزه کوی.”

هغې ویلی چې دوى نه یوازې خوړو ته بلکې د ژوند جوړولو ته هم اړتیا لری.

یاد پروګرام ویلی چې په رانې میاشت کې کې یې ۲۵۰زره اړمنو خلکو سره مرسته کړې چې او د راستانه شویو افغانانو سره یې نغدی مرستې ،میاشتنى خوراکی راشن او ماشومانو، شیدو ورکونکو او امیدوارو میندو ته یې د تغذیې خدمتونه وړاندې کړې دی.

له دې وړاندې (WFP) ویلی و چې سږکال د بودیجې د لوی کمښت له امله دې ته اړ شوې چې لس ملیونه خلک د خوراکی توکو بیړنۍ مرستې څخه کم کړی او اوس کولی شی یوازې په پنځو کې یو له هغو کسانو سره مرسته وکړی چې د ژوندی پاتې کیدو لپاره مرستې ته اړتیا لری.