د اروزګان ولایت پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږی
د اروزګان ولایت پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږی

خبرگزاری زنان افغانستان: تمه ده چې سبا دوشنبه په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شی. د “پولیو څخه پاک افغانستان” په نوم یوې موسسې نن د ایکس شبکې په حواله لیکلی چې دغه کمپاین به له اروزګان ولایت پرته د دغه هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پیل شی. دا نه دی […]

خبرگزاری زنان افغانستان: تمه ده چې سبا دوشنبه په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شی.

د “پولیو څخه پاک افغانستان” په نوم یوې موسسې نن د ایکس شبکې په حواله لیکلی چې دغه کمپاین به له اروزګان ولایت پرته د دغه هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پیل شی.

دا نه دی ویل شوی چې په اروزګان کې ولې کمپاین نه پیلیږی.

دغه بنسټ په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسین کولو غوښتنه کړې ده.

د کمپاین په ترڅ کې چې تر پنجشنبې پورې به دوام وکړی، ماشومانو ته به ویټامین اې هم ورکړل شی.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دی او دا ټولې پېښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دی.

پولیو یوه ویروسی ناروغی ده چې هیڅ علاج نه لری او د نخاعی نخاع یا هغه مهم عصبی فایبر په زیانمنولو سره چې د نخاع په منځ کې موقعیت لری د بدن د فلج لامل ګرځی.