د اروپایی ټولنې استازو تورخم ته د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه سفرکړی 
د اروپایی ټولنې استازو تورخم ته د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه سفرکړی 

د اروپایی ټولنې استازو پرون دوشنبه تورخم ته د کډوالو له کمپ نه د لیدلو او د راستانه شویو افغانانو ستونزو اورېدو په موخه سفر کړى دى. دوى په طورخم کې له افغان کډوالو سره خبرې کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیسیون له فعالیتونو یې لیدنه کړې. دیادې ټولنې استازو په تورخم […]

د اروپایی ټولنې استازو پرون دوشنبه تورخم ته د کډوالو له کمپ نه د لیدلو او د راستانه شویو افغانانو ستونزو اورېدو په موخه سفر کړى دى.

دوى په طورخم کې له افغان کډوالو سره خبرې کړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیسیون له فعالیتونو یې لیدنه کړې.

دیادې ټولنې استازو په تورخم کې د افغان کډوالو په کمپ کې په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او هم یې هلته د ځینو کمېټو له مسوولینو سره د یاد کمپ د اړتیاوو پوره کولو په اړه خبرې کړی.

د اروپایی اتحادیې استازو دغه راز ویلی، چې ۱۴۳ میلونه یورو نوې بودیجه یې د افغانستان کډوالو، روغتیا اود هرات د زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې، چی ډېر ژر به د بشری مرسته کوونکو ادارو له لوری ورسیږی.

د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو پر اساس د نومبر میاشتې له پیل تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۴۵۰ زره افغانان رایستل شوی دی او دا لړۍ لا هم دوام لری.

په همدې حال کې تازه د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیرې اسلام آباد ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړی څو هلته له پاکستانی چارواکو سره د کدوالو ستونزې مطرح او ورته د حل لار ولټوی.