د افغانستان له پخوانی ولسمشره لس پوښتنې او پنځه غوښتنې
د افغانستان له پخوانی ولسمشره لس پوښتنې او پنځه غوښتنې

یو شمېر افغان فعالانو د افغانستان پخوانی ولسمشره په آنلاین ډول لس پوښتنې او پنځه غوښتنې کړی. دوى دا غوښتنې د یو آنلاین لیک له لارې کړی او پکې یې لیکلی چې (( دا مهال زموږ ملت له سترو امنیتی، اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی چې په هغو کې د تاوتریخوالی زیاتېدل […]

یو شمېر افغان فعالانو د افغانستان پخوانی ولسمشره په آنلاین ډول لس پوښتنې او پنځه غوښتنې کړی.
دوى دا غوښتنې د یو آنلاین لیک له لارې کړی او پکې یې لیکلی چې (( دا مهال زموږ ملت له سترو امنیتی، اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی چې په هغو کې د تاوتریخوالی زیاتېدل او د بشری وضعیت جدی خرابېدل شامل دی؛ نو ځکه دا اړینه ده چې تاسې په دې ستونزمنو شرایطو کې د ګران هیواد د او ملت د قیادت او له روان بحران څخه د ژغورنې په موخه اغیزمن او کوټلی ګامونه واخلئ.))
دغه انلاین لاسلیک چې د جون په درویشتمه(۲۳)په لار اچول شوې له اشرف غنی احمدزی څخه د طالبانو د حکومت مشروعیت،د ده د چوپتیا لامل،د امریکا ایتلافی حکومت لخوا د هیواد نه ملاتړ لامل او په افغانستان کې د تېر ۴۶کلن جنګ او اصلی لوبغاړو او لاملونو،او د طالبانو سره د مذاکرې په هکله پوښتنې شوی.

دوى له ولسمشره غوښتی چې د جمهوریت د سقوط په تړاو ولس ته وضاحت ورکړی او د
جمهوریت دوباره احیا لپاره هڅې وکړی.
دوى همداراز له غنی احمدزى څخه غوښتنه کړې چې جلا وطنه حکومت اعلان کړی اود هیواد په ژغورنه،دافغانستان په سیاست کې بارز رول ولوبوی او د نوی نسل ملاتړ وکړی.
یاد آنلاین لیک تر دې دمه ۱۳۲۹تنو لاسلیک کړى.