د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو په اغیزمنو ولسوالیو کې د خوراکی توکو د خوندیتوب بحران لاپسې زیات کړی دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام یو چارواکې سیائو هوی لی وویل، په دغه هېواد کې په راتلونکو میاشتو کې د نورو سیلابونو احتمال شتون لری.
میرمن هوی لی وویل: «پر له پسې ناورینونو ټولنه اغېزمنه کوی، خلک په بې وزلۍ کې ډوبوی، په افغانستان کې د خوراکی توکو خوندیتوب اوس د ورکېدو له خطر سره مخامخ دی.»
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام هم په راتلونکو میاشتو کې د هېواد په شمال ختیځو او شمال لویدیځو سیمو کې په تېرو دوو اونیو کې د سېلابونو د سختو اغېزو خبرداری ورکړی دی. په افغانستان کې له وچ ژمی وروسته غیرمعمولی ورښت په څیر عوامل ځمکه د زیاتو بارانونو لپاره حساسه کړې ده.
دغه سازمان زیاته کړې، چې په هېواد کې وروستیو ویجاړونکو سېلابونو تر ۸۰ زره ډېر کسان اغېزمن کړی او په افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله رامنځ ته شوې غمیزې خلک د ژورې بې وزلۍ لور ته وړی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
- منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان