د افغانستان په ۲۱ولایتونو کې په رسنیو کې دښځو په کار بندیز لګېدلى
د افغانستان په ۲۱ولایتونو کې په رسنیو کې دښځو په کار بندیز لګېدلى

د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان یا( AJSO)په یو راپور کې ویلی چې پرافغانستان د طالبانو حاکمیت راهیسې په ۲۱ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو په کار بندیز لګېدلى. یاد سازمان چې پرون جمعه ورځ یې د افغانی رسنیو د وضعیت په اړه یې راپور خپور کړى ویلی چې د طالبانو د […]

د افغانستان له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان یا( AJSO)په یو راپور کې ویلی چې پرافغانستان د طالبانو حاکمیت راهیسې په ۲۱ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو په کار بندیز لګېدلى.

یاد سازمان چې پرون جمعه ورځ یې د افغانی رسنیو د وضعیت په اړه یې راپور خپور کړى ویلی چې د طالبانو د امارت جوړېدو وروسته په هیواد کې ۲۱ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په رسنیو کې د کار اجازه نه لری.
د راپور له مخې بغلان،تخار،کندهار،نورستان،میدان وردګ،دایکندی،هلمند،کندهار،روزګان،زابل،پکتیا،پکتیکا،جوزجان،فراه،غور،فاریاب،لوګر،فاریاب او خوست هغه ولایتونه دی چې پکې ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د کار اجازه نه ورکول کېږی.
همداراز په دې راپور کې راغلی چې په ۱۴ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په خبری کنفرانسونو کې د ګډون اجازه نه لری.
دوى فاریاب،غزنی،خوست،پنجشیر،جوزجان،نېمروز،بغلان،بدخشان او بلخ هغه ولایتونه یاد کړی چې ښځینه خبریالانو ته په خبری کنفرانسونو کې د پوښښ لپاره د ګډون اجازه نه ورکول کېږی.

د راپور په ټکو کابل،ننګرهار،هرات،لغمان او بدغیس هغه شپږ ولایتونه دی چې تراوسه په خبری کنفرانسونو کې له ګډون څخه نه دی راګرځول شوی، په داسې حال کې چې جمهوری دوره کې په خبری کنفرانسونو پوښښ لپاره د ښځینه و ګډون پر وړاندې خنډ نه و.
په دې پنځه مخیز تحلیلی راپور کې د خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان ویلی چې شااوخوا ۸۹۹تنه ښځینه خبریالانې بې دندې شوی.
ددوى په وینا په داسې حال کې چې د جمهوری دورې پرمهال څوارلس څوه دوه (۱۴۰۲)تنه ښځینه خبریالانې او رسنوالې په کار بوختې وې شمېر یې څلورسوه دری شپېتو(۴۶۳)تنو ته راکم شوى.
یاد سازمان د خبریالانو د بې کاره کېدو لاملونه امنیتی ګواښونه،د رسنیو اقتصادی کمزورتیا،د معاشونو په ورکړه کې محدودیتونه او فرهنګی ستونزې یادې کړی.