د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو په ۲۱ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د کار له حقه بې برخې کړې دی
د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو په ۲۱ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د کار له حقه بې برخې کړې دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره وایی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د کار حق نه لری. د دې سازمان په وینا ،له شپږ ولایتونو پرته ښځینه خبریالانې په نورو ولایتونو کې په خبرې غونډو کې برخه نه شی اخیستلی. سرچینه زیاتوی، چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره وایی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د کار حق نه لری.

د دې سازمان په وینا ،له شپږ ولایتونو پرته ښځینه خبریالانې په نورو ولایتونو کې په خبرې غونډو کې برخه نه شی اخیستلی.

سرچینه زیاتوی، چې د اوس لپاره په افغانستان کې یوازې “دوه سوه څلور اتیا” خبریالانې له رسنیو سره کار کوی.

د دې سازمان مشر حامد عبیدی په یوه پیغام کې چې رسنیو ته وایی چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیان ازادی او د ښځینه خبریالانو کار له لویو لاسته راوړنو څخه وو، خو اوس دا هڅې د له منځه تلو په حال کې دی.

عبیدی وایی: د جمهوریت په شل کلنه دوره کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور زیات شو او په سلګونو خبریالانې په دندو بوختې وې ان تر دې چې تر مدیریتی کچې یې فعالیت کاوه، خو له بده مرغه د طالبانو له واکمنیدو سره سم په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیر کم شو، ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته لاس رسی نه لری، مطبوعاتی کنفرانسونو کې ګډون نه شی کولی او د دوی ټولې خپرونې تر سانسور او مونټور لاندې دی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه مفصل راپور کې، چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ویلی دی چې د امنیتی ګواښونو او اقتصادی ستونزو له امله په کابل او ولایتونو کې نژدې نهه سوه خبریالانې بیکاره شوې دی.

په دې راپور کې وړاندې راغلې دی، چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې له ښځینه خبریالانو سره د خشونت پنځه ویشت پیښې ثبت شوې دی، چې په دې کې نیول، وهل، ستغې سپورې ویل او نورې غیرقانونی کړنې شاملې دی.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې هم په خپلې تازه سروې کې ویلی دی، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د اقتصادی ستونزو له امله د شپږ سوه رسنیو له ډلې دوه سوه دیارلس رسنۍ بندې شوې دی.

د دې ټولنې په وینا، د اوس لپاره لس خبریالان له طالبانو سره زندانی دی او په ټوله کې د دوو کلونو په ترڅ کې له خبریالانو سره دوه سوه څوارلس ځله د تاوتریخوالی پیښې ثبت شوې دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې تر ۴۰۰ زیاتو ښځینه خبریالانو له رسنیو سره کار کاوه.

خبرگزاری زنان افغانستان