د امریکا د ملی امنیت شورا: طالبانو د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې نه دی پوره کړی
د امریکا د ملی امنیت شورا: طالبانو د ښځو د حقونو په اړه خپلې ژمنې نه دی پوره کړی

خبرگزاری زنان افغانستان: د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند جان کربی د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د محدودیتونو په دوام اعلان وکړ چې اوس مهال له واشنګټن څخه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو کوم پلان نشته. ښاغلی کربی دغه څرګندونې په یوه خبری کنفرانس کې وکړې. […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند جان کربی د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو د محدودیتونو په دوام اعلان وکړ چې اوس مهال له واشنګټن څخه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو کوم پلان نشته.

ښاغلی کربی دغه څرګندونې په یوه خبری کنفرانس کې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د حکومتدارۍ او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه د خپلو ژمنو خلاف عمل کوی.

هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت باید هغه مکلفیتونه چې نړیوالې ټولنې ته یې د حکومتدارۍ او په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې ورکړی، پوره کړی.

دغه راز د امریکا د ملی امنیت شورا ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې د القاعده ډلې یادونه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د القاعده شبکه “ډېره کمزورې” شوې او امریکا په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو څارنه کوی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ په یوه خبری کنفرانس کې ویلی وو چې دوی به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژنی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له جوړېدو سره د نړۍ هېوادونو تل له دغه حکومت سره د تعامل لپاره د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوی په ګډون شرطونه وړاندې کړی دی.

دغه راز د طالبانو حکومت له څه باندې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړی دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده. د طالبانو حکومت دغه کړنه د دې لامل شوې چې میلیونونه ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې پاتې شی.