د امنیتی ځواکونو نوی یونیفورم، د کندهار ښار نظم او د ولس خوښی
د امنیتی ځواکونو نوی یونیفورم، د کندهار ښار نظم او د ولس خوښی

څو ورځی وړاندی تر کابل وروسته په کندهار کی هم امنیتی ځواکونو ته نوی یونیفورم وویشل سو، د یونیفورم د ویشلو په مراسمو کی کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا یادونه وکړه، چی تر دې وروسته به د ښار ټول امنیتی ځواکونه منظم یونیفورم ولری او څوک نه سی کولای، چی په شخصی جامو کی له […]

څو ورځی وړاندی تر کابل وروسته په کندهار کی هم امنیتی ځواکونو ته نوی یونیفورم وویشل سو، د یونیفورم د ویشلو په مراسمو کی کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا یادونه وکړه، چی تر دې وروسته به د ښار ټول امنیتی ځواکونه منظم یونیفورم ولری او څوک نه سی کولای، چی په شخصی جامو کی له خلکو تلاښی واخلی او یا هم نور امنیتی فعالیتونه ترسره کړه.

د یونیفورم د ویشلو څو ورځی تیری سوی دی، چی منظم یونیفورم ئې اغوستی او د ښار امنیت له پاره په دنده بوخت دی.

موږ لومړی د کندهار ښار شهیدانو چوک ته ورغلو، دلته امنیتی ځواکونه نوی لباس په تن ډېر منظم ولاړ دی، هغوی نه یوازی، چی د همدې ساحې امنیت ئې کنټرول کړی، بلکی د هر ډول ستونزو پر مهال د ولس خدمت ته هم ځان حاضروی.

له څو تنو امنیتی ځواکونو سره مو خبری وکړې، هغوی د رسنیو سره په خبرو کی وویل چی، “موږ شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کی یو، د هری سیمی د امنیت ساتلو وظیفه چی را وسپارل سی، موږ ئې په مېړانه او پوره اخلاص ترسره کوو، موږ خوشاله یو، چی منظم لباس مو په تن کړی او د خپلو وطنوالو خدمت ته ولاړ یو.”

تر شهیدانو چوک پورته مدد چوک ته هم ورغلو، دلته هم امنیتی ځواکونه نوی لباس په تن د خلکو د ډاډمن امنیت له پاره ولاړ دی، یاد امنیتی ځواکونه هم خلکو ته د ډاډمن امنیت خبره کوی، هغوی وایی، چی، “موږ یخ او ګرمی نه ګورو، چی ولس مو ارام وی، داسی ئې ګڼو چی موږ ارام یو، د وطن هر برخه موږ د خپل کور په څېر ګڼو او امنیت ساتل ئې پر موږ فرض دی. څو ورځی درمخه موږ ته نوی لباس را وویشل سو، اوس تاسو وینئ، چی ټولو امنیتی ځواکونو نوی لباس اغوستی او د امنیت ساتلو له پاره په وظیفه بوخت دی.”

د مدد چوک څخه د ښار بېلا بېلو سیمو ته ولاړو، په نورو سیمو کی مو هم هغه امنیتی ځواکونه ولیدل، چی نوی لباس په تن د ډاډمن امنیت له پاره په دنده بوخت وه.

له څو تنو ښاریانو سره مو هم خبری وکړې، حکمت الله، چی د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کی دوکاندار دئ، د رسنیو سره په خبرو کی وویل، چی، “د امنیتی ځواکونو نوی لباس ډېر ښه کار وسو، چی ور وویشل سو، اوس موږ پوهیږو چی امنیتی ځواکونو را ګرځولی یو او که نورو کسانو، زموږ هیله دا ده، چی پاته امنیتی کسانو ته هم نوی لباس وویشل سی او هیڅ امنیتی کس ته اجازه ور نه کړل سی، چی په شخصی جامو کی له وسلې سره وظیفه ترسره کړی.”

عبدالجلیل د کندهار ښار بل اوسېدونکی دئ، هغه رسنیو سره په خبرو کی وویل، چی ” ډېر ښه خوند کوی چی خپل امنیتی ځواکونه په نوی لباس کی وینو، هیله مو دا ده چی ټول امنیتی ځواکونه نوی لباس واغوندی، ځکه په شخصی کالو کی ځینی کسان بدی استفادې کوی او ولس هم د مسئولو او نا مسئولو کسانو فرق نه سی کولای، خو که امنیتی ځواکونه منظم لباس ولری، نو دا ستونزه به نه وی.”

د یادولو ده، چی په نظامی برخه کی د هری برخی امنیتی ځواکونو ته ځانګړی لباس ورکړل سوی، تر څو د هر اورګان امنیتی ځواکونه سره بېل او ولس ئې توپیر وکړای سی.