د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زده کړې حق په اساسی توګه تر پښو لاندې شوی دی
د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان نجونو د زده کړې حق په اساسی توګه تر پښو لاندې شوی دی

  خبرگزاری زنان افغانستان: د بخښنې نړیوال سازمان د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له لسو کلونو څخه د کم عمره نجونو پر زده کړو د نوی بندیز په نیوکې سره ټینګار کړی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو د زده کړې حق په “بنسټیزه توګه” تر پښو لاندې […]

 

خبرگزاری زنان افغانستان: د بخښنې نړیوال سازمان د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له لسو کلونو څخه د کم عمره نجونو پر زده کړو د نوی بندیز په نیوکې سره ټینګار کړی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو د زده کړې حق په “بنسټیزه توګه” تر پښو لاندې کېږی.

د سه شنبې په ورځ، د اسد په ۱۷مه، د بخښنې نړیوال سازمان آلمانی څانگې په یوه ټوېټ کې لیکلی دی چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو نوی محدودیتونه «د بشریت او د افغانستان د نیمایی نفوس پر ضد جنایت دی».

تېره ورځ سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې طالبانو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د محلی ښوونځیو او مدرسو مدیرانو ته امر کړی چې په مدرسو کې له لسو کالو څخه کم عمره نجونې له ګډون څخه منع کړی.

په همدې حال کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ له پیله هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار، ټولنیزو او سیاسی مشارکت پر حقونو بندیز دوام لری.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د نجونو زده کړه یو بشری حق ګڼلی و او له طالبانو حکومته یې غوښتی وو چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وروسته هم په افغانستان کې ښځې له خپلو اساسی حقونو بې برخې شوې او د بشری حقونو یو شمېر سازمانونه او نړیوال سازمانونه د دغه وضعیت دوام د ښځو لپاره د اندېښنې وړ بولی.

خبرگزاری زنان افغانستان