د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د زرګونو نجونو راتلونکې او هیلې له خطر سره مخامخ دی
د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د زرګونو نجونو راتلونکې او هیلې له خطر سره مخامخ دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د بخښنې نړیوال سازمان وایی، په افغانستان کې د نجونو د حقونو د تامین لپاره باید عاجل اقدام وشی. دغه سازمان پرون یکشنبه “د سپتمبر ۱۷مه” د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یو لړ څرګندونو کې وویل چې د طالبانو له واک ته د رسېدو څه باندې دوه کاله کېږی چې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د بخښنې نړیوال سازمان وایی، په افغانستان کې د نجونو د حقونو د تامین لپاره باید عاجل اقدام وشی.

دغه سازمان پرون یکشنبه “د سپتمبر ۱۷مه” د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یو لړ څرګندونو کې وویل چې د طالبانو له واک ته د رسېدو څه باندې دوه کاله کېږی چې په دې موده کې د دغه سازمان په وینا د میلیونونو افغانانو هیلې او ارمانونه له منځه تللی دی. افغانې نجونې تباه شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان وایی، طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو د تامین په برخه کې خپلې کومې ژمنې نه دی پوره کړی او بندیزونه یې زیات کړی دی.

دغه سازمان یو ځل بیا د آنلاین لیک لپاره د لا زیاتو لاسلیکونو او ملاتړ غوښتنه کوی، چې موخه یې د افغان میرمنو او نجونو د ملاتړ لپاره غږ پورته کول او په افغانستان کې د نجونو لپاره د تعلیمی محدودیتونو لرې کول دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومی غونډې په څنډه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایت ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش تېره اوونۍ وویل چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو او نجونو پر حقونو خبرې وشی.

“په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله زموږ لپاره جدی اهمیت لری. دا به یوه له هغو مسلو څخه وی چې د راتلونکې غونډې په اجنډا کې به مهم ځای ولری.”

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

له هغه وخت راهیسې تر شپږم ټولګی پورې سلګونه زره نجونې ښوونځی ته د تلو اجازه نه لری. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د پوهنتونونو دروازې د ښځینه محصلینو پر مخ وتړل شوې.

د طالبانو حکومت وایی، چې د اسلامی شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه برابر کړی، خو یو شمېر مېرمنې یې دغه جنرال بولی.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې لا هم افغان ښځې په کورنیو او بهرنیو غیردولتی دفترونو کې له کار کولو منع کړی دی او ښځې او نجونې لا هم تفریحی پارکونو، عامه حمامونو او سپورتی کلبونو ته له ورتګ منع دی.