د بشری حقونو د څار سازمان:د ښځو په وړاندې ناوړه چلند دبشری ناورین ترټولو ستره بېلګه ده
د بشری حقونو د څار سازمان:د ښځو په وړاندې ناوړه چلند دبشری ناورین ترټولو ستره بېلګه ده

د بشری حقونو د څار سازمان نن پنجشنبه د اګسټ په ۱۵مه په یو راپور کې ویلی چې طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې افغانستان د بشری ناورین سره مخ دى چې د ښځو په وړاندې محدودیتونه او ځپونکی سیاستونه یې ستره بېلګه ده . د یاد سازمان راپور له مخې د ښځو او نجونو […]

د بشری حقونو د څار سازمان نن پنجشنبه د اګسټ په ۱۵مه په یو راپور کې ویلی چې طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې افغانستان د بشری ناورین سره مخ دى چې د ښځو په وړاندې محدودیتونه او ځپونکی سیاستونه یې ستره بېلګه ده .
د یاد سازمان راپور له مخې د ښځو او نجونو په زده کړو،کار او تګ راتګ باندې بندیزونه د ښځو په ژوند بده اغېزه کړې او دوى ته یې سخت زیان رسولى.

راپور دبشری حقونو د څارسازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسی له قوله لیکلی چې ښځې د خوړو،استوګنې،روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی په برخه کې ستونزوسره که څه هم له پخوا راهیسې مخ وې خو د ښځو په کار بندیز ورته لا پراختیا ورکړې.
د هغې د وینا له مخې په غیر دولتی موسساتو کې ښځې له محدودو برخو (روغتیا،تغذې ،ښوونې)پرته په کار بندیز لګولى چې ښځې ژوند ته یې زیات زیات رسولى ځکه چې ښځې د ویش او څارنې په بهیر کې ښکېلې نه دی او دا ستونزمنه ده چې معلومه کړی چې ښځې مرستې ترلاسه کوی که نه.”

هغه وایی “د طالبانو د تبعیض څخه ډګې تګلارې دا ثابتوی چې دوى(طالبان) د ښځو اساسی حقونو څخه په بشپړه توګه سترګې پټوی. د دوی تګلارې او محدودیتونه نه یوازې هغه افغانې ښځو ته زیان رسولى چې فعالینې او د حقونو مدافعینې دی، بلکې هغه عادی ښځې چې غواړی عادی ژوند وکړی هم زیانمنې کړی.”
میرمن عباسی همداراز په راپور کې ویلی
طالبانو د حقونو فعالانې او خپل مخالفین لا زیات ځپلی”
هغه وایی طالبان دې له ظالمانه قوانینو اوسیاستونو لاس واخلی او نړیواله ټولنه باید د اوسنی کړکېچ په اړه د طالبانو سره حساب او کتاب وکړی.
هغې له هغو حکومتونو څخه چې د طالبانو سره ښکېل دی غوښتنه کړی چې پر طالبانو فشار راوړی څو د افغانانو په وړاندې د ناوړه او ځپونکی چلند څخه لاس په سر شی او د افغانانو لپاره حیاتی مرستې چمتو کړی څو دافغانانو اساسی حقونه بیرته اعاده شی.

د بشری حقونو د څار سازمان د بسپنه ورکونکو هیوادونو غوښتی چې پرته له دې طالبانو ځپونکی سیاستونو چې د ښځو په وړاندې یې غوره کړی تقویه شی د بشری ناورین د کمولو لارې چارې ولټوی.