د بشری حقونو شورا: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی
د بشری حقونو شورا: په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

خبرگزاری زنان افغانستان: د طالبانو حکومت له لوری پر ښځو او نجونو د بندیزونو له لګولو وروسته د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا اعلان وکړ چې طالبانو حکومت په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړی دی. دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په […]

خبرگزاری زنان افغانستان: د طالبانو حکومت له لوری پر ښځو او نجونو د بندیزونو له لګولو وروسته د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا اعلان وکړ چې طالبانو حکومت په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړی دی.

دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د قضایی سیستم پر نشتوالی اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا هغه بندیزونه په کلکه وغندل چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوی او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو وضعیت “د خواشینوونکی” بللی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر ورزشی صالونو، د آرایشگاوی صالونونو او زده کړو او په کورنیو او نړیوالو غیر دولتی موسسو کې پر کار کولو بندیز لګولى دى.

دا شورا وایی، نړیوالې ټولنې د نورو سترو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د روسیې او اوکراین ترمنځ د سختې جګړې له پیل راهیسې د افغانستان کړکېچن وضعیت ته ډېر پام کړی دی.

همدارنګه د اعلامیې په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا د طالبانو حکومت د ځواکونو له خوا د ښځو، نجونو او نارینه وو د وهلو په ساحوی محکمو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د عادلانه محاکمې نه شتون بله مهمه ننګونه ده. په افغانستان کې دا خبره په دې وروستیو کې راپورته شوې ده.

دا اعلامیه “د سرطان ۲۱مه” د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې په هغه سیمه کې چې څلور نارینه او ښځینه په دُرو وهل شوی وو، اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو حکومت د واک له ترلاسه کولو وروسته په ټول افغانستان کې جسمی مجازات پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشری حقونو ډلو په وار وار اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت له خوا نیول شوی او زندانی شوی کسان “قانونی او معیاری قضایی سیستم” ته لاسرسی نه لری.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا وایی،د طالبانو اوسنی ظالم رژیم د خپلو اتباعو د بشری حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله په ټوله نړۍ کې په کلکه غندل شوی دی.

د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو حکومت په سیستماتیک ډول له دوو کلونو راهیسې ښځې او نجونې د ژوند له ټولو برخو څخه ایستلې دی.

خبرگزاری زنان افغانستان