خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمېشنرۍ وایی، طالبانو د خلکو له باور سره خیانت کړی او د بشری حقونو جدی سرغړونو ته یې دوام ورکړی دی. د دغه کمیسیون ویاند جرمی لارنس د سه شنبې په ورځ وویل: د بشری حقونو عالی کمېشنرۍ وایی، دا راپور له پخوانی حکومت او […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمېشنرۍ وایی، طالبانو د خلکو له باور سره خیانت کړی او د بشری حقونو جدی سرغړونو ته یې دوام ورکړی دی.
د دغه کمیسیون ویاند جرمی لارنس د سه شنبې په ورځ وویل:
د بشری حقونو عالی کمېشنرۍ وایی، دا راپور له پخوانی حکومت او افغان امنیتی بنسټونو سره د تړلو کسانو په اړه د طالبانو د چلند روښانه انځور ښیی، چې دا له ژمنې سره خیانت دی. په نښه نه شی.” دا په خلکو پورې اړه لری.”
جرمی لارنس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر (یوناما) په وروستی راپور کې هغه ټکان ورکوونکې شمېرې تکرار کړې، چې وایی:
د طالبانو چارواکی د قتلونو د ۲۱۸ قضیو، د جبری بې درکه ١۴ قضیو، د ځورونې، شکنجې او وهلو د ١۴۴ قضیو او د نیولو او توقیف د ۴٢۴ قضیو مسؤل دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی دفتر (یوناما) د راپور له مخې، چې د سه شنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان کال د جون تر ۳۰مې پورې د بشری حقونو د سرغړونو ۸۰۰ قضیې ثبت شوی دی.
طالبانو دغه راپور او موندنې په کلکه رد کړې دی.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلی چې د یوناما راپور حقیقت نه لری او د طالبانو له خوا عمومی عفوه شوې ده.
د بشری حقونو د څار سازمان د طالبانو د دغو ادعاوو په بیانولو سره وایی چې د طالبانو انتقامی وژنې پای نه لری.
دغې ادارې په یوه بیان کې ویلی، له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته ورسېدل، د دوی ځواکونه په انتقامی وژنو او شکنجو بوخت دی او اوس چې د دوی له واکمنۍ دوه کاله تېر شوی، دا ظلمونه لا هم روان دی.
د بشری حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فریشته عباسی د سې شنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوی پیغام کې وویل:
“له شک پرته، زه فکر کوم چې یوه خبره ډېره روښانه ده چې افغانستان اوس د ښځو لپاره خوندی هېواد نه دی. د یوې ښځې په توګه چې په افغانستان کې ژوند کوی، تاسو اساسی حقونه نه لرئ. تر څنګ یې د بشری حقونو فعالان، د تېر حکومت کارکوونکی، پخوانی امنیت ځواکونه، خبریالان او هر هغه څوک چې د طالبانو پر ضد خبرې کوی او پر طالبانو نیوکه کوی، معاف نه دی.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه واک ته ورسېدل. په دې موده کې دوی د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې په محدودیتونو تورن دی، چې تر ټولو لویه بېلګه یې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل دی.
پر دې سربېره د ملګرو ملتونو په ګډون د بشری حقونو ګڼو بنسټونو طالبان په بېلابېلو پلمو د پخوانی حکومت د امنیتی او دفاعی سکتور د منسوبینو په وژلو، بې درکه کولو او زندانی کولو تورن کړی دی.
خبرگزاری زنان افغانستان